اسلام آباد۔13جون(اے پی پی) د پاور وفاقي وزير سردار ??وېس لغاري سره د امريكا د خزانې څانګې پلاوي ملاقات وكړو۔ د امريكائي پلاوي مشري د خزانې ??سسټنټ سېکتر برېنټ نیمن كوله۔ د ملاقات مقصد د توان په څانګه كښې ممكنه همكارۍ ته وده وركول وو۔ د جاري شوې اعلاميې له مخې وفاقی وزیر سردار ??وېس لغاری ووئيل په پاور سېکټر خامۍ لرې كولو ل?? مو اصلاحاتي پلان جوړ كړے دے۔ د دې اصلاحاتو مقصد د پاکستان انرجی مکس ښه كولو او په پاور سېكټر كښې كمۍ لرې كول دي۔ وفاقي وزير ووئيل په پاکستان كښې د برېښنا وېش او ترسيل كښې د نجي څانګې شراكت زياتولو ل?? اصلاحات كولې شي۔ د دې اصلاحاتو مقصد پاكستاني اولس ته د وركول كېدونكي سروسز معيار ښه كول دي۔ د قرض انتظام په اړه وفاقي وزير ووئيل پاکستان د پكو بدلولو پروګرام پېل كوي چې ورسره به توان كښې بچت وشي۔ سردار ??وېس لغاری د موسمی پېداوار ??و طلب فرق لرې كولو ل?? د امريكائي تكنيكي مرستې په حاجت زور راوړو۔ د امریکی د خزانې مرستيال وزير په پاور سېكټر كښې د پاكستان د اصلاحاتو ستائنه كولو سره په دې سېكټر د پېښو مسئلو حل كولو كښې د هرې ممكنه مرستې باور وركړو۔