اسلام آباد۔10اپرېل(اے پی پی) اسلام آباد هائی کورټ د دړكې خط پلټنيو او د عمران خان نامه په اي سي اېل كښې د اچولو خواست سماعت لپاره ټاكلې دې۔ د سترې محكمې چيف جسټس اطهر من الله به د اپرېل په 11 مه نېټه سماعت كوي۔ د خالي په ورځ دا درخواست د وګړي مولي اقبال حېدر لخوا جمع كړې شوې وو۔ په درخواست كښې استدعا شوې چې د فواد چوهدري ٬ شاه محمود قرېشي ٬ قاسم سوري او اسد مجيد نامه دې په اي سي اېل كښی واچولې شي۔ په خواست كښې وئيلې شوي دي چې داخله سكېتر ته دې د وزيراعظم او وزيرانو په ضد د خط په اړه د پلټنيو كولو امر وكړې شي۔ په خواست د پرېكړې تر بشپړ كېدو دې د وزيراعظم ٬ وزيرانو او اسد مجيد نامه په اي سي اېل كښې واچولې شي۔
مضمون کا ماخذ : کینڈی کیش