اسلام آباد 26 اګست (اے پي پي)وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي پاكستان د سوئېلي آسيا منطقې د اقتصادي پرمختګ او د ممكنه سيمه ايزې همغږۍ خوب تعبير لپاره مهم كردار ترسره كوي٬د س??رك پليټ فارم د لارې په سيمه ايز پرمختګ باور لرو٬پاكستان به د منطقې اولس هيلې تر سره كولو ل??اره خپل كردار روان ساتي۔ده دا خبرې د جمعې پھ ورځ په يو ځاې هوټل كښې د س??رك هېوادونو د خزانې و??يرانو د اتمې غونډې پرانستې دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔وزيراعظم ووئيل پاكستان د نومبر په 9مه او لسمه نېټھ اسلام آباد كښې د س??رك د مشرانو 19م كنفرنس ته سترګې په لار دے او د تنظيم پرمتخګ غواړي۔ده ووئيل پاكستان د س??رك پلېټ فارم د لارې په سيمه ايز پرمختګ باور لري ځكه چې دا سيمه كښې امن له د پرمختګ لاره ده۔پاكستان به د منطقې د اولس هيلې تر سره كولو ل??اره په دې لړ كښې خپل كردار روان ساتي۔وزيراعظم ووئيل د تنظيم په شاه سوچ د سوئېلي آسيا د اولس خېرښېګړه ده۔په منطقه كښې ډېرې انساني او قدرتي وسيلې شته۔ ده ووئېل د نړۍ د آبادۍ پنځمه برخه پھ دې منطقه كښې آباده ده او بايد سيمه ايز پرمختګ لپاره د شته موقعو څخه ښه استفاده وكړی شي۔ده ووئيل د تنظيم سماجي منشور د پرمختګ رښتينې لاره ده او زمونږ هېواد په دې لړ كښې د س??رك د ټولو ګامونو ملاتړ كوي۔ده د تعليم او روغتيا په څانګو كښې د تنظيم د پراخا كردار په ضرورت زور راوړو۔نواز شريف پھ اسلام آباد كښې د استازو هركلے كولو سره هيله ولرله چې دوي به تنظيم لا فعاله كولو او موثره كولو ل??اره ګټور وړاندېزونه وركړي۔د يادونې وړ ده د وزارتي كنفرنس ايجنډې ته حتمي شكل وركولو ل??اره د س??رك هېوادونو د خزانې سېكترانو غونډه د زيارت پھ ورځ شوې۔د خزانې و??يرانو٬سېكترانو د اړوندو بانكونو مشرانو٬سينئر چارواكو او سفارتكارو پھ دستوره كښې ګډون وكړو۔د خزانې و??ير اسحاق ډار د استازو هركلي كولو سره د منطقې اولس بهترۍ او سارك كامياب سيمه ايز تنظيم جوړولو ل??اره د پراخا همكارۍ په هڅو زور راوړو۔
پاكستان د سوئېلي آسيا د اقتصادي پرمختګ او د ممكنه سيمه ايزې همغږۍ خوب تعبير لپاره مهم كردار ترسره كوي
مضمون کا ماخذ : کنگ کانگ روش