اسلام آباد 13 دسمبر (اے پي پي) خارجه وزير بلاول بھټو زرداري به ?? 14 نه تر 21 دسمبر د امريكې سركاري دوره كوي٬ خارجه وزير به ?? دوري په مهال يو شمېر ګڼ اړخيزه او دوه اړخيزه ملاقاتونه كوي۔ د نهې په ورځ د خارجه وزارت لخوا د جاري بيان له مخې خارجه وزير بلاول بھټو زرداري به په 15 او 16 دسمبر په نيويارك كښې د ګروپ۔77 خارجه وزيرانو پلس چين وزارتي کنفرنس كوربتوب او مشري كوي كوم چې په ملګرو ملتونو كښې د پرمختګ كوٶنكو هېوادونو لوے مذاكراتي بلاك دے۔ د کنفرنس ايجنډا كښې پرمختګ كوٶنكو هېوادونو ته د کووډ۔ 19 په نړيواله وباء، د موسمياتي بدلون له امله په رامخې ته شويو افتونو او د جغرافيائي سياسي پيشرفت په تناظر كښې د تل پا??ې پرمختيائي هدفونو (اېس ډي جيز) په ترلاسه كولو كښې په رامخی ته شويو يو شمېر چېلنجونو بحث شامل دے۔ خارجه وزير به ?? ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوترېش سره هم ملاقات كوي۔ دې په څوارلسم دسمبر د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د اعلی كچې په يو بحث كښې برخه اخلي۔ خارجه وزير به په 19 دسمبر واشنګټن ته ځي چرته به چې ھغه د ل??ړې كچې سركاري چارواكو، د کانګرېس مشرانو، پاکستاني نژاد امريکائي سوداګرو او د كميونټي غړو سره ملاقاتونه كوي٬ ھغه به ??ھنك ټېنکس او ميډيا سره هم ملاقات كوي٬ د دې سركاري ملاقاتونو په مهال به ?? شريكې خوښې په بېلا بېلو چارو او په سيمه ايزو چارو د خيالاتو څرګندونه كولې شي دغسې چې پاك امريكا دوه اړخيزه اړيكې په خاص توګه تجارت، سرمايه کاري او د اقتصادي پرمختګ پ?? څانګو كښې مخ په وړاندې بوتللې شي۔ خارجه وزير به مذاكرات كوؤنكي د موسمياتي بدلون په اړه د پاكستان د نقطه نظر او په پاكستان كښې د موسمياتي بدلون له امله د سېلاب په نتيجه كښې د شوي لوي زيان او د پاكستان حكومت د سېلاب نه پس د بيا رغونې او بحالۍ منصوبو څخه هم خبروي۔
خارجه وزير بلاول بھټو زرداري د 14 نه تر 21 دسمبر د امريكې دوره كوي٬ د ګروپ 77 خارجه وزيرانو كنفرنس مشري به كوي
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی گائیڈ