اسلام آباد 19 اکتوبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن سره د آذ??بائيجان سفير د جمعې په ورځ ملاقات كړې۔د ملاقات په مهال سركاري ټي وي چېنلو ترمينځه د باقاعده مرستې٬پاكستان له د توان په اړه د لس ملينه ډالرو وركولو٬د دواړو هېوادونو ترمينځه نيغ په نيغه د پروازو??و پشمول په نورو چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔د اطلاعات وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل پاكستان آذ??بائيجان سره د مېډيا٬انفارمېشن او سېلګرۍ په څانګو كښې په ګډه كار كولو له خوښي لري٬پاكستان د سېلګرۍ ځايو??و په وجه ټوله نړۍ كښې خاص مقام لري٬د آذ??بائيجان سېلګرو له د دنګو غرونو او ښائسته منظرونو كتلو بلنه وركوو۔ده ووئيل پاكستان په هغه دريو هېوادونو كښې شامل دے چا چې د آذ??بائيجان آزادي منلې٬د اطلاعات وزير ووئيل د دواړو هېوادونو د مېډيا پلايو تګ راتګ سره به اړيكې لا قوي كولو له مرسته تر لاسه شي۔په دې موقع د آذ??بائيجان سفير ووئيل آذ??بائيجان پاكستان له د توان په څانګه كښې د سل ملينه ډالره كرېډېټ وركولو لپاره چمتو دے۔ده پاكستان سره د مېډيا او انفارمېشن په څانګو كښې په مرسته زور راوړو۔هغه ووئيل آذ??بائيجان د كشمير په اړه د پاكستان د موقف مرسته كوي۔د آذ??بائيجان سفير د اطلاعات وزير له باكو كښې نړيوال بشري فورم كنفرنس كښې د ګډون بلنه كولو بلنه هم وركړه
د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن سره د آذربائيجان سفير ملاقات
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز لائیو ڈرا