اسلام آباد 10 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې په هند كښې هندوتوا ګروپ ټول مذهبي اقليتونه په نښه كوي، د مودي حكومت د انهاخوښې اېجنډې له امله د منطقې امن ته رښتينې خطر ورپېښ دے. د ګل په ورځ په ټويټر په خپلو ټويټونو كښې وزيراعظم ووئيل چې د بهارتيه جنتا پارټۍ د انتهاخوښې په نظرياتو عملي كوونكي د مودي په حكومت كښې هندوتوا ګروپ ټول مذهبي اقليتونه په نښه كوي او دوي په دې كارروائېو د سزا څخه استثنا لري. د مودي حكومت د انهاخوښې اېجنډې له امله د منطقې امن ته رښتينې خطر ورپېښ دے. وزيراعظم ووئيل چې په هند كښې د اقليتونو او په خاص توګه د 20 كروړه مسلمانانو د نسل كشۍ په اړه په دسمبر كښې په يو انتهاخوښي هندتوا كانفرنس كښې په شوي خواست د مودي حكومت پرله پسې خاموشي دا پوښتنه پېدا كوي چې آيا د بي جے پي حكومت د دې خواست ملاتړ كوي؟ وزيراعظمم ووئيل چې وخت راغلے چې نړيواله ټولنه د دې معاملې نوټس اخستلو سره كارروائي وكړي.
په هند كښې هندوتوا ګروپ ټول مذهبي اقليتونه په نښه كوي، د مودي حكومت د انهاخوښې اېجنډې له امله د منطقې امن ته رښتينې خطر ورپېښ دے. وزيراعظم عمران خان
مضمون کا ماخذ : خون چوسنے والے II