اسلام آباد 24 دسمبر (اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي په 20 دسمبر په بنوں كښې د ترهه ګرۍ په بريد كښې د شهيد شويو اهلكارو كورنيو سره ټيليفوني تماس نيولو سره هغوي سره د غمرازي ښكاره كړې ده۔د ايوان صدر پرېس ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې صدر عارف علويد صوبيدار ميجر خورشيد احمد كورنۍ سره ټيليفوني تماس نيولو سره د افسوس څرګندونه كړې ده،صدر مملكت د سپاهي سعيد احمد ورور سره هم ټيلفوني تماس نيولو سره غمرازي ښكاره كړې۔صدر مملكت په 19 دسمبر ميران شاه كښې د ځانمرګي بريد په نتيجه كښې شهيد شوي نائيك عابد پلار سره هم غمرازي كړې ده۔ صدر مملكت د شهيدانو د هېواد او قام لپاره په قربانو وركولو شهيدانو ته پيرزوئنې وړاندې كړې دي،صدر مملكت د شهيدانو بهادرۍ او د هېواد لپاره د قربانۍ جذبې ته سلام كړې دې۔صدر مملكت د شهيدانو كورنيو سره د يووالي څرګندونه كولو سره د هغوي د زغم لپاره دعا اوكړه۔
صدر مملكت ډاكټر عارف علوي بنوں كښې د ترهه ګرۍ په بريد كښې د شهيد شويو اهلكارو كورنيو سره ټيليفوني تماس نيولو سره د غمرازۍ څرګندونه
مضمون کا ماخذ : کراچی لاٹری