اسلام آباد 03 اکتوبر(اے پی پی)په قامي خبري اژانس اداره اېسوسي اېټډ پرېس آف پاكستان(اے پي پي)كښې د نهې په ورځ د عيد ميلادالنبي(ص)په حقله د ميلاد محفل منعقد كړے شو ۔په دې موقع د اے پي پي منيجنګ ډائرېكټر محمد عاصم كهچي خاص مېلمه ؤ ۔محفل ميلاد كښې خبريالانو او معاون عملې په لويه شمېره ګډون كولو۔د محفل ميلاد پېل د قرآن پاك تلاوت څخه وشو۔محفل كښې نعت خوانانو حضور اكرم(ص) ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې كومې چې حاضرينو ډېرې خوښې كړې۔په دې موقع د حضور اكرم(ص)ژوند او تعليمات ته د عقيدت پیرزونو سره د هغوي په سيرت پاك رڼا واچولې شوه ۔دستورې ته د وينا كولو په مهال د اے پي پي اېم ډي محمد عاصم كهچي د نبي حضرت محمد(ص)په نقش قدم د تللو په اهميت زور راوړولو سره ګډون كوونكې په دې بابله د خپلو زرينو خيالاتو نه خبر كړل۔ده په دې خبره رڼا واچوله چې د نبي كريم(ص) طرز عمل د ټول انسانيت لپاره د مكمل ضابطه حيات حېثيت لري۔ده ووئيل نبي پاك(ص)د ټول كائنات لپاره د رحمت په توګه راغلے ۔ده په دې خبره زور راوړو چې په اسلام كښې انسانانو ته يو ډول حقونه ترلاسه دي٬مونږ له د حقوق الله سره سره د حقوق العباد هم خيال ساتل پكار دي۔ده د سيرت النبي(ص)رهنما اصولو ترمخه وګړو نورو خلقو سره د ښه سلوك په ضرورت هم زور راوړو۔ ۔ده د حضور اكرم(ص)شان بيانولو كښې ووئېل چې نورو انبياﺀ كرامو د لوي څښتن څخه د دوي په امت كښې د شاملېدو اظهار كړے ؤ ۔دغسې د ميلاد د محفل دستوره د اے پي پي كورنۍ ترمينځه ي والي٬ عقيدت او د برابرۍ احساس له هم وده وركوي
د نبي كريم(ص) طرز عمل د ټول انسانيت لپاره د مكمل ضابطه حيات حېثيت لري۔د اے پي پي منيجنګ ډائرېكټر محمد عاصم كهچي د ميلاد محفل ته خطاب
مضمون کا ماخذ : resultados loteria ریو ڈی جنیرو