حېدر آ??اد27 مارچ (اے پی پی)وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي د وفاقي حكومت پېل كړی شوو پرمختيائي پروژو سره به د سندھ پشمول ټول هېواد كښې د پرمختګ نوې دور پېل شي۔ده دا خبره د ژوند بېلو څانګو څخه تعلق لرونكو كسانو پلاوي سره خپلو خبرو كښې وكړه چا چې د ګل په ورځ د مسلم ليګ(ن)سناتورې راحيله مګسي په كور د مېلمستيا په موقع ده سره وليدل۔وزيراعظم نواز شريف ووئيل حكومت په سن??ھ كښې لويې پرمختيائي پروژې پېل كړي د كومو بشپړېدو سره به چې د صوبې اولس ته آسانۍ ترلاسه شي۔د قامي اسمبلۍ غړي سيد وسيم حسېن په مشرۍ كښې د متحده قومي موومنټ پاكستان پارلماني غړو وزيراعظم د حېدر آباد د مسئلو څخه خبر كړو دغسې دې تاريخي ښار لپاره په پرمختيائي پېكج اعلانولو يې زور راوړو۔د حېدر آباد ميئر سيد طيب حسېن هم وزيراعظم د حېدر آباد ميټرو پوليټن كارپورېشن د اړخه د ښار پرمختګ لپاره پورته كړې شوو اقداماتو نه خبر كړو او د وزيراعظم څخه يې دې مقصد لپاره د خاص ګرانټ اعلانولو خواست وكړو۔د حېدر آباد چېمبر آف كامرس ا ينډ انډسټري پلاوي هم وزيراعظم د حېدر آباد كاروباري كسانو مسئلو نه خبر كړو۔د حېدر آباد پرېس كلب پلاوي وزيراعظم د جرنلسټس هاؤسنګ سكيم مسئلې نه خبر كړو او ده ته يې خواست وكړو چې د زمكې اندراج لپاره د وفاقي ټېكسو??و څخه استثنٰی وركړې شي۔وزيراعظم باور وركړو چې د حېدر آب??د وګړو مسئلو حل له به بشپړه هڅې كولې شي۔ده ووئيل د وفاقي حكومت فنډ څخه پېل كړی شوي پرمختيائي پروژو بشپړېدو سره به سيمه كښې بدلون راشي۔د مسلم ليګ(ن) سندھ عمومي سېكتر سناتور نهال هاشمي او نورو لارښودو هم د وزيراعظم سره ملاقات وكړو او هغه يې د سندھ د بېلو مسئلو په اړه خبر كړو۔په دې موقع د سندھ ګورنر محمد زبير٬د رېلوے وزير خواجه سعد رفيق د وزيراعظم خاص مرستيال آصف كرماني هم وزيراعظم سره ملګري و
د وفاقي حكومت پېل كړی شوو پرمختيائي پروژو سره به د سندھ پشمول ټول هېواد كښې د پرمختګ نوې دور پېل شي
مضمون کا ماخذ : مڈاس گولڈ