اسلام آباد 25 مئي (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف د سردار اياز صادق كور ته تللے او هغه سره يې د مشر ورور سردار محمود صادق په مړينه د غمرازۍ څرګندونه او لاس نيوه كړې۔د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم ووئيل په دې سخت وخت كښې زمونږ ټولې همدردۍ د غم جنې كورنۍ سره دي۔ده دعا وكړه چې لوي څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غم جنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔په دې موقع وفاقي وزيران اسحاق ډار٬خواجه آصف٬اعظم نذير تارړ او مريم اورنګزېب هم د وزيراعظم سره وه۔
مضمون کا ماخذ : پاور بال انعامات