اسلام آباد 30مئی (ا?? پی پی) د برېښنا ??فاقي وزير انجينئر خرم دستګير خان وئېلي دي چې حكومت به د هېواد توان ضروريات پوره كولو لپاره ټول وسائل كاروي٬وزيراعظم به ډېر زر د توا?? څانګې په اړه د منصوبه بندۍ اعلان وكړي٬په نيلم جهلم ټرانسمېشن لائن كښې د خرابۍ له امله شارټ فال شوې٬په ګران درآمدي ايندهن د انحصار كمولو هڅې كوو٬پخواني حكومت سره د كاركردګۍ وئېلو هېڅ نشته٬راتلونكې مياشت د برېښنا بيعې زياتولو په كوم تجويز غور نشته٬موجوده حكومت به پاكستاني اولس ته رېليف وركړي۔د ګل په ورځ پرېس كنفرنس ته د وېنا ??ولو په مهال ده ووئي?? چې مونږ د آئين عملدارۍ لپاره حكومت كښې راغلې يو او عزم لرو ?? پاكستان څخه به ظلم٬فساد او انشار لرې كوو٬د عمران خان دهرنا ??ه كال 2014 كښې هم كاميابه شوې نه وه او نه به نن هغه ته كاميابي ترلاسه شي٬نوې ټاكنې په كال 2023 كښې متوقع دي۔ ده ووئي?? چې پخواني حكومت ?? پاكستان اولس د خله نه ډوډۍ تښتلو نه علاوه هېڅ نه دي وركړی ، د هغوي نه يوازې روزګار اخستل شوې بلكې هېواد يې ګرانۍ سره مخ كړې۔ ده ووئي?? چې موجوده حكومت ته د اولس بشپړه ملاتړ ترلاسه دې۔ ده ووئي?? چې د پخواني حكومت د تېرو څلورو كلونو د غلطو پريكړو په وجه هېواد ستونزو سره مخ دے