لاہور۔19فروری (اے پی پی) وزيرا??ظم شهباز شريف د پاكستان د بشري خواخوږۍ او خ??ر ښېګړې تنظيمونو ته په تركيه كښې د مر??تې كارروائيو په روان ساتلو د عقيدت پېرزئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي چې د پاكستان د بشري خواخوږۍ تنظيمونه په تركيه او سوريه كښی د خپلو مسلمانانو وروڼو خوئېندو په مرسته كولو كښې وړاندې دي ٬ د پاكستان خېراتي ادارو په تركيه او سوريه كښې د مر??تې كارروائيو په كولو د خپل اولس سر وياړ سره پورته كړے دے۔ د وزيرا??ظم د دفتر ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د اتوار په ورځ د وزيرا??ظم په مشرۍ كښې د تركيې او سوريه زلزله ځپلو لپاره د پاكستان لخوا د مر??تې روانو كارروائيو په اړه د لوړې ك??ې غونډه وشوه۔ په غونډه كښې د بشري خواخوږۍ تنظيمونو ايدھي ٬ سېلاني او د الخدمت فاؤنډېشن استازو هم ګډون وكړو۔غونډي ته د اېن ډي اېم اے لخوا د تركيه او سوريه زلزله ځپليو له د مر??تې كارروائيو او د سامان ترسيل په اړه بشپړه بريفنګ وركړے شو۔ د اېن ډي اېم اے چيئرمېن غونډې ته ووئيل چې په تېره غونډه كښې د وزيرا??ظم د هداياتو په رڼا كښې خېمه ساز صنعتكارو سره مشاورت كښې د في خېمې بيعې او د خېمو تيارۍ لپاره د وخت تعين وكړې شو۔ د راروانې مياشتې تر پايې به حكومت يو لاك خېمې تيارولو سره تركيه ته روانې ك??ي۔ غونډې ته د بشري خواخوږۍ ادارو مشرانو فېصل ایدھی، د سېلانی ټرسټ مؤسس مولانا بشیر فاروقی او د الخدمت فاؤنډېشن نائب صدر عبدالشکور د خپلو خپلو ادارو لخوا په تركيه او سوريه كښې د مر??تې كارروائيو په اړه ووئيل۔ وزيرا??ظم هدايت وكړو چې پاكستان څخه لېږونكې ټول سامان دې د اېن ډي اېم اے د لارې ولېږلې شي۔ ده وئيل تركيه او سوريه ته دې د هغوي د ضرورت له مخې سامان ولېږلې شي۔ وزيرا??ظم ووئيل دا خبره دې باوري كړې شي چې د مر??تې كارروايۍ دې منظم او د مر??تې سامان دې معياري وي۔ وزيرا??ظم اېن ډي اېم اے ته د مر??تې د سامان سپلائي چېن مضبوطولو او مستحكمولو او راروانې مياشتې لپاره د مر??تې سامان او كارروائيو په اړه د بشپړه تګلارې وړاندې كولو هدايت وكړو۔ غونډه كښې د بشري خواخوږۍ ادارو مشرانو فېصل ایدھی، د سېلانی ټرسټ مؤسس مولانا بشیر فاروقی ٬ د الخدمت فاؤنډېشن نائب صدر عبدالشکور٬ د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال ٬ د وزيرا??ظم خاص مرستيال سيد طارق فاطمي ٬ په تركيه او سوريه كښې د پاكستان سفيرانو ٬ د اېن ډي اېم اے چيئرمېن او نورو اړوندو اعلی چارواكو ګډون وكړو۔
د وزيراعظم په مشرۍ كښې د تركيه او سوريه زلزله ځپليو لپاره د پاكستان لخوا د مرستې روانو چارو په اړه د لوړې كچې غونډه
Master of Valhalla APP game download
مضمون کا ماخذ : لاٹری کی قانونی حیثیت