اسلام آباد۔11فروری(اے پی پی) وزیرِ اعظم شهباز شریف د سوريه وزيراعظم ته باور وركړے دے چې په دې سخت وخت كښې به پا??ستان د سوريه خوېندو وروڼو هره ممكنه مرسته كوي۔ د پا??ستان لخوا به ډېر زر زلزله ځپليو لپاره د مرستې په سامان مشتمله د ټركونو قافله هم روانه كړې شي۔ د خالي په ورځ د وزيراعظم آفس پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف د سوريه وزيراعظم حسېن آرنوس سره ټېلېفوني تماس ونيولو او په سوريه كښې د راغلې زلزلې د لاسه په شوي قيمتي ځاني او مالي زيان يۍ د غم دړد او افسوس څرګندونه وكړه۔ وزیرِ اعظم شهباز شریف د حسېن آرنوس د خور ٬ د هغې د 11 كوچنيانو او نمسو په مړينه غمرازي ښكاره كړه او د هغوي لوړو درجو او غمجنې كورنۍ ل?? يۍ د صبر او زغم دعا وكړه۔ وزیرِ اعظم ووئيل په زلزله كښې په شوي قيمتي ځاني او مالي زيان د پا??ستان حكومت او اولس ته زيات خفګان رسېدلے دے۔ وزیرِ اعظم شهباز شریف د پا??ستان لخوا د سوريه زلزله ځپليو لپاره د مرستې هلو ځلو په اړه ووئيل چې هغه په سمدستي توګه خپلو اړوندو ادارو ت?? هدايت كړې دې چې په دې سخت وخت كښې د سوريه خپلو وروڼو سره هره ممكنه مرسته وكړي?? دغسې په سوريه كښې د پا??ستان سفير په دې لړ كښې د سوريه حكومت سره نزدې تړون لري۔ پا??ستان زلزله ځپليو لپاره د مرستې په سامان مشتمله يو خصوصي الوتكه سوريه ته لېږلې ده۔ دې نه ځانله د ژوبل شويو طبي مرستې له د پا??ستان يو طبي ډل?? به هم ډېر زر سوريه ته ورسي۔ ده زياته كړه چې د پا??ستان لخوا به ډېر زر د مرستې په سامانه مشتمله د ټركونو قافله هم سوريه ته روانه كړې شي۔ وزيراعظم د سوريه وزيراعظم ته باور وركړو چې په دې سخت وخت كښې به پا??ستان د سوريه خپلو وروڼو هره ممكنه مرسته كوي۔
د وزيراعظم شهباز شريف د سوريه خپل همڅنګ حسين آرنوس ته ټيليفون ٬ په دې سخت وخت كښې د پاكستان لخوا د هرې ممكنه مرستې باور
Aztec Treasure APP game platform website
مضمون کا ماخذ : Loteria Instantânea