كراچي 28 اګست (اے پي پي) د تخفيف غربت او سماجي تحفظ وفاقي وزيرې شازيه مري سېلاب ځپليو ته د بېنظير انكم سپورټ څخه ترلاسه كېدونكې 25 زره روپۍ په وصولۍ كښې د تكليف په صورت كښې د ګيلو درج كولو لپاره فون نمبرز جاري كړي۔ شازيه مري په دې اړه جاري وېډيو پېغام كښې وئېلي دي چې وزيراعظم شهباز شريف د اوسنيو بارانونو او سېلاب ځپليو لپاره د بېنظيرانكم سپور?? پروګرام د لارې د خصوصي پیكج له مخې د هرې يوې كورنۍ په سر د 25 زره روپو وركولو اعلان كړے۔ دې ??وئيل چې د بلوچستان په 25 ضلعو كښې ځپليو كورنيو ته 25 زره روپۍ وركولې كېږي٬د نن څخه به په صوبه سندھ٬كے پي كے او سوئېلي پنجاب كښې رقم ځپليو كښې تقسيمولې شي۔ كه په دې ??ړ كښې د رقم څخه كټوتي٬فراډ يا كومه بله مسئله رامخې ته وي نو د دې ګيله اولس په دې ??مبر رالېږلې شي۔ د دې د نمبرز تفصيلات وئېلو سره وئېلي دي چې پنجاب لپاره 03011016162 ٬ سندھ لپاره 03011016163 ٬ كے پي كے لپاره 03011016165 او د بلوچستان سېلاب ځپلي د ستونزو په صورت كښې په 03011016168 د خپلو ګيلو مسيج كولې شۍ۔ وفاقي وزيرې ووئيل چې ځپلي د اړوند كېمپونو نه علاوه د اېچ بي اېل د اے ټي ايمز څخه هم دا رقم ترلاسه كولې شي چرته چې د بائيومېټرك آسانۍ موجود وي۔ دې ??وئيل چې كه چرې تاسو ځپلې يې او ستاسو نامه په ځپليو كښې شامله نه وي نو په 8171 خپل شناختي كارډ نمبر راولېږئ
د وفاقي وزيرې شازيه مري لخوا سېلاب ځپليو ته د بېنظيرانكم سپورټ لخوا د رقم د وصولۍ په اړه د ګيلو درج كولو فون نمبرز جاري شوي
Double ball roulette reputable website
مضمون کا ماخذ : مردہ یا زندہ II