اسلام آباد 22 جول??ئي (اے پي پي) خارجه وزير بلاول بهټو زرداري د جمعې په ورځ د پېنډې په نو?? خان هو??ئي اډه قندهار لپاره د بېړنې مرستې سامان لېږلو په ??ستوره كښې ګډون وكړو. د خارجه دفتر وياند لخوا جاري شوي بيان له مخې د افغانستان اولس لپاره د بېړنې مرستې سامان لېږلو مقصد په ??تيځ افغانستان كښې د طوفاني باران??نو په نتيجه كښې د سېلاب ځپليو مرسته كول دي. په ??ې موقع خارجه وزير بلاول بهټو زرداري د دواړو هېواد??نو د اولس ترمېنځه د ورورولې اړيكې په ډاګه كولو سره افغان اولس ره د مرستې روانې ساتلو لپاره د پاكستان د عزم څرګندونه وكړه. ده ووئيل چې د پاكستان حكومت او اولس په ??ې سخت وخت كښې افغان قوم سره دے. خارجه وزير ووئيل چې پاكستان افغانستان سره خپلو اړيكو ته اهميت وركوي. ده ووئيل چې دواړه هېوادونه د يو اسان تجارت او ټرانزټ نظام وضع كولو او روابط زياتولو لپاره كار كوي. په ??ستوره كښې د افغانستان د سفارت ناظم الامور، د اېن ډي اېم اے چيئرمېن او د خارجه وزارت اعلٰی چارواكو ګډون وكړو.
افغان اولس لپاره د بېړنې مرستې سامان لېږلو دستوره، د خارجه وزير بلاول بهټو زرداري ګډون
Roulette 1-Azure Download Link
مضمون کا ماخذ : پریمیوس لوٹومینیا