اسلام آباد۔13ستمبر(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپ??كر سردار اياز صادق وئيلي دي چې پاكستان اروپائي ائتلاف سره اړيكې زياتې مهمې ګڼي٬ اروپائي ائتلاف سره اړيكې په قوي ستراتيجيكي همكارۍ كښې د بدلولو عزم لرؤ٬ نړيواله ورورولي دې په مقبوضه جمو وكشمير او غزه كښې د بشري حقونو د سنګينو خلاف ورزيو نوټس واخلي۔ د قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د اروپائي ائتلا?? خصوصي استازي فرانس وېن ډيل په مشرۍ كښې ملاقات كوؤنكي پلاوي سره خبرو كښې وكړه۔ په ملاقات كښې په دوه اړخيزه اړيكو او د بشري حقونو او موسمياتي بدلونونو په شمول په مهمو موضوعاتو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ سپ??كر ووئيل پاكستان اروپائي ائتلاف سره اړيكې زياتې مهمې ګڼي او د دې په قوي ستراتيجيكي همكارۍ كښې د بدلولو عزم لري۔ ده ووئيل پاكستان زيات كلتورونه ٬ مذهبونه او قامونه لرونكے هېواد دے٬ پاكستاني وګړو ته د قانون له مخې ټو?? بنيادي حقونه ترلاسه دي۔ د دوئي د حقونو تحفظ او خېر ښېګړې لپاره پارليمان ټو?? ممكنه ګامونه پورته كوي۔ ده ووئيل دلته اقليتي ورورولۍ ته هم په پارلېمنټ كښې بشپړه نمائندګي وركړې شوې ده۔ سپ??كر ووئيل نړيواله ورورولي دې په مقبوضه جمو وكشمير او غزه كښې د بشري حقونو د سنګينو خلاف ورزيو نوټس اخستلو سره دغلته د روان ظلم او زياتي مخنيوي له خپل كردار ترسره كړي۔ ده ووئيل د جي اېس پي پلس حوالې سره په نړيواله كچه پاكستاني اقدامات ستائلې شي۔ د اروپائي ائتلا?? خصوصي استازي فرانس وېن ډيل ووئيل پاكستان په نړيواله كچه يو مهم هېواد دے ٬ ورسره خپلې اړيكې لا مضبوطول غواړؤ۔ اروپائي ائتلاف پاكستان سره دوه اړخيزه اړيكو ا?? ګڼ اړخيزه همكارۍ ته لا وده وركولو كښې خوښي لري۔
پاكستان اروپائي ائتلاف سره اړيكې په قوي ستراتيجيكي همكارۍ كښې د بدلولو عزم لري: د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق
Jili Electronic Entertainment Reliable APP
مضمون کا ماخذ : بونانزا