اسلام آباد۔8 مئی(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ د هالي وډ پروډكشن ګروپ لخوا په پاكستاني كل??ور د نړيوال فلم جوړول خوشبينه ګرځولو سره وئيلي دي پاكستان يوه عظيمه كلتوري ورثه لرونكے هېواد دے ٬ زمونږ تاريخ ٬ ادب ٬ موسيقي او فن په ګرده نړۍ كښې ځانګړے او د ستائنې وړ دے٬ د هالي وډ پروډكشن ډلې لخوا په پاكستاني كل??ور فلم به نړۍ ته د پاكستان د ښكلا نندارې موقعه وركړي٬ په پاكستان كښې فلم يوازځنې صنعت دے كوم چې ټېكس فري دے۔ دا خبره ده د هالي وډ پروډكشن ډلې غړو سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ وفاقي وزير هالی وډ پروډکشن ډله په هېواد كښې د فلم په څانګه كښې روان پېشرفت څخه خبر كړه۔ وفاقی وزیر ووئيل پاكستان يوه عظيمه كلتوري ورثه لرونكے هېواد دے ٬ زمونږ تاريخ ٬ ادب ٬ موسيقي او فن په ګرده نړۍ كښې ځانګړے او د ستائنې وړ دے او باور لرم چې د هالي وډ پروډكشن ډلې لخوا په پاكستاني كل??ور فلم به نړۍ ته د پاكستان د ښكلا نندارې كولو موقعه وركړي۔ ده ووئيل د شهباز شريف په مشرۍ كښې مونږ په تېر حك??مت كښې فلم پالېسي بحال كړه۔ ده ووئيل په بجټ 23 ۔ 2022 كښې د يو ارب روپو فلم فنانس فنډ جوړ كړے شو۔ ده ووئيل په دغه بجټ كښې فلم جوړونكو ته تر 5 ك??ون?? ټېكس څخه استثنی وركړې شوه۔ دغسې نوو سېنما ها??ون?? ٬ پروډکشن هاؤسز او فلم میوزیمز جوړولو له تر 5 ك??ون?? لپاره د انکم ټېکس، د فلم او ډرامې په درآمد كولو د لس ك??ون?? لپاره ټېكس څخه استثنی وركړې شوه۔ ده ووئيل د سکرین ټورازم د لارې پاكستان خپله بيانيه نړيوالې كچې ته ورسوله۔ وفاقي وزير هالي وډ پروډکشن ډلې ته د حك??مت او خپل اړخه د بشپړ ملاتړ او مرستې باور وركړو۔ په دې موقع هالي ووډ پروډکشن ډلې په كوربتوب كولو د پاكستاني حك??مت ٬اولس او د فلمي صنعت ټو??و غړو مننه كولو سره ووئيل مونږ د دې دورې څخه زيات خوند اغستے ٬ د پاكستان ښكلا ٬ عظيمه كلتوري ورثه او اولس مو زيات خوښ شوے۔ دوي ووئيل په پاكستان كښې د فلم سازۍ لوئي صلاحيت موجود دے ٬ مونږ د دې صنعت مخ په وړاندې بوتللو كښې د مرستې كولو عزم لرؤ۔ په پلاوي كښې جېمز ایم سی میلان، اینډریو جیمز فیرو، لیوسا اسکن، سعدیه اشرف، بدر اکرام او مشعل ثاقب شامل وو۔ دا خبره دې ښكاره وي چې هالی وډ پروډکشن ګروپ دا مهال په پاكستاني كل??ور د نړيوال فلم عكس بندۍ له د پاكستان په دوره راغلے
پاکستان كښې فلمي صنعت ټيكس فري دے ٬ د هالي وډ پروډکشن ګروپ لخوا په پاكستاني كلتور فلم جوړول خوشبينه دے٬ د اطلاعات وفاقي وزير عطاﺀ تارړ د هالي وډ پروډكشن ډلې غړو سره ملاقات كښې خبرې
Flirting Scholar Entertainment official link
مضمون کا ماخذ : estatisticas lotomania