اسلام آباد 19 اپرېل (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ وئېلي دي د پي ټي آئي لارښود د اډياله ??ند??ن څخه هېواد دښمنه لارښونه ترلاسه كوي٬چا ته به په پاكستان د تنقيد او په خارجه پالېسۍ د بريد ??جا??ه ورنه كړې شي٬خارجه پالېسۍ سره لوبې كول د عمران خان عادت دے۔د جمعې په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير ووئېل هغه د غونډې پام د پاكستان مفادات سره تعلق لرونكې خارجه پالېسۍ پلو راګرځول غواړي٬خارجه پالېسي يوه حساس موضوع ده٬تېره ورځ صدر مملكت د خطاب په مهال چې څه په دې ايوان كښې وشول هغه خفګاني وؤ ٬په ماضي كښې د دې اېوان دا روايت پاتې شوے چې د اپوزېشن لخوا علامتي احتجاج به كېدو٬بيا به په ناسته تقرير اورېدلے كېدو ٬پرون په ګيلريز كښې غېر ملكي سفارتكار هم موجود وو او د هغوي په موجودګۍ كښې په ايوان كښې څه ونه شول ٬ ده ووئېل اپوزېشن د ايوان دننه غلط روايات رامخې ته كوي٬ پخوا د اېوان ماحول چرته داسې نه دے خراب كړے شوے ۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير ووئيل كله هم د دوست هېوادونو لخوا د پاكستان په دوره كوم پلاوې راځي يا د سرمايه كارۍ په اړه كومه عنديه وركوي نو د اپوزنېشن لخوا د پاكستان دوست هېوادونو په اړه مختلف بيانونه رامخې ته كېږي۔د پي ټي آئي يو فاضل غړي لخوا يو ??يان وركړے كېږي او د دغې نه پس د هغه خپل ګوند د هغې ترديد كوي۔ده ووئيل كه چرې تنقيد كوې نو زما په ذات وكړ?? ٬زما په ګوند وكړ?? ٬زمونږ په يو يو ??ړي وكړې خو په پاكستان د تنقيد كولو ??جا??ه نشي وركرې كېدې۔د اطلاعات وفاقي وزير ووئيل پي ټي آئي وړاندې هم د امريكې د سازش بيانيه خپره كړې وه او وئېلې وو چې مونږ غلامان نه يو٬د امريكائي سازش په نتيجه كښې زمونږ حكومت ختم كړے شو ٬ خو د دغې نه پس هم دوي د دغې بيانيه نه يوټرن واغست۔وفاقي وزير ووئيل د دوي د ليډر دا عادت دے چې خارجه پالېسي سره لوبې كول كوي٬ټولو ته به هغه آډيو ياده وي چې پكښې هغه وئېلي وو چې مونږ دې بيانيې سره لوبې كول غواړو۔وفاقي وزير ووئيل د پاكستان دوست هېوادونو په ضد بې بنسټه تورونه لګولي شوي ٬دوي به وړاندې هم داسې بيانونه وركول او د دې نه پس به د دوي وياند د هغې ترديد كولو۔ده ووئيل چې هغه كوم ضرورت رامخې ته كېږي چې د پي ټي آئي آفيشل اكاؤنټ څخه ئې بيا ترديد كېږي چې زمونږ فاضل غړي د كوم دوست هېواد په اړه چې كومه خبره كړې وه هغه غلطه وه۔ده ووئيل پاكستان مخ په وړاندې روان دے٬د معيشت په اړه مثبت خبرونه راځي٬بلوم برګ٬يو ??ېن ډي پي٬آسيائي پرمختيائي بانك او نورې نړيوالې مالياتي ادارې تسليموي چې په پاكستان كښې سرمايه كاري كېلي٬د هېواد د زرمبادله ذخائر زياتېږي٬په هېواد كښې د ګرانۍ خاتمه كېږي۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير ووئيل مونږ دا غوښتنه كوو چې د دې اېوان دننه د دوست هېوادونو مرستې له شريك قرارداد راوړلې شي۔ده ووئيل د خارجه پالېسۍ په اړه د هېواد دښمنۍ د لارې چې هېواد ته د كوم زيان رسولو هڅه كېږي هغه د دوي د ليډر په هدايت كېږي٬دوي ته د آډياله ??ند??ن څخه سپارښتنې كېږي چې د كوم هم دوست هېواد په ضد خبره وكړئ ٬د دې نه پس دوي پخپله د هغې ترديد كوي۔وفاقي وزير ووئيل د اډياله ??ند??ن نه هېواد دښمنه بيانيه چلوي چې له مخې ئې د مئي په 9مه نېټه په هېواد بريدونه شوي او اوس د هېواد په خارجه پالېسۍ بريد كول غواړي د كومې به چې ??جا??ه ورنه كړې شي٬ ده ووئېل دا هېواد مقدم دے او سياسي ګوندونه د دې نه پس دي۔
پي ټي آئي اډياله زندان څخه هېواد دښمنه لارښونه ترلاسه كوي٬چا ته به په پاكستان د تنقيد او په خارجه پالېسۍ د بريد كولو اجازه ورنه كړې شي۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ قامي اسمبلۍ كښې د خيالاتو څرګندونه
Daring Money Heist Entertainment Official APP
مضمون کا ماخذ : کڑک