ریاض۔25مارچ (اے پی پی) په سعودي عربستان كښې د پاكستان سفير احمد فاروق وئيلي دي چې په سعودي عربستان كښې زما اولنۍ د روژې مباركه مياشت يوه په زړه پورې تجربه ده۔ د اردو نیوز له مخې ده ووئيل دې څخه وړاندې زه په ډنمارك كښې وم۔ زه دا وئيلې ش?? چې سعودی عربستان كښې مسلمانانو ورونړو سره د روژې م??دسه مياشتې تېرول يوه بېله او په زړه پورې تجربه ده۔ ده ووئيل د سعودي عربستان روايات ډېر ښكلي دي ٬ څو ورځې وړاندې زه مدينې م??ورې ته لارم او په مسجد نبوي كښې افطار يوه ځانګړې تجربه وه۔ ده ووئيل په سعودي عربستان كښې د روژې مباركه مياشت كښې خلق يو بل له ډالۍ وركوي۔ ده ووئيل د روژې نيولو روحاني ك??في?? او عقيدت پاكستان سره زيات مشابهت لري۔ د روژې م??اشت د ملګرو او خپلوانو يو ځايې ته د راجمع كېدو او پاك پروردګار سره د تعلق جوړولو موقعه ده۔ دغسې په دې م??اشت كښې ضرورت مندو ته صدقې ٬ خېراتونه او زكوة وركولې ش?? او زه دا ګڼم چې دا خبره په پاكستان او سعودي عربستان دواړو كښې ليدلي شي۔ ده ووئيل په سعودي عربستان كښې د روژې مباركې م??اشتې تجربې په زړه پورې احساسات دي او په پاكستان كښې هم داسې محسوسيږي۔
په سعودي عربستان كښې د روژې مباركه مياشت يوه په زړه پورې تجربه ده٬ پاكستانے سفير
Gem Savior Conquer Official Entertainment APP
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے فاتحین