اسلام آباد۔21 اګست(اے پی پی) د روغتيا نګران وفاقي وزير ډاكټر نديم جان وئيلي دي د یونې??ف خدماتو ته د روغتيا په څانګه كښې د قدر په سترګه ګورؤ٬ هېواد مو پوليو څخه د پاك كولو عزم كړے دے٬ په غذائی قلت قابو موندلو له د يوې بشپړې تګلارې لاندې كار كوؤ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د يونېسف استازي عبد الله فادل سره خبرو كښې وكړه كوم چې د ګل په ورځ وفاقي وزير سره ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې د روغتيا څانګې سره په اړوندو او د شريكې خوښې په نورو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې م??قعه د مهمې ذمه وارۍ په ترلاسه كېدو د يونېسف استازي عبد الله فادل وفاقي وزير ته مباركي ??ركړه۔ ده ووئيل د روغتيا څانګې بهترۍ لپاره يونېسف ل?? خپل اړخه بشپړه مرسته كوي۔ په دې م??قعه در وغتيا وفاقي وزير ډاكټر نديم جان ووئيل مونږ د روغتيا په څانګه كښې د يونې??ف خذماتو ته د قدر په سترګه ګورؤ۔ یونېسف په هر يو سخت وخت كښې د پاكستان ملګرتيا كړې ده۔ ده ووئيل مونږ ??ېواد څخه د پوليو ختمولو عزم كړے دے۔ ده ووئيل په غذائي قلت قابو موندلو له د يوې بشپړه تګلارې لاندې كار روان دے۔ ده ووئيل د نګران وزيراعظم په مشرۍ كښې به د اولس خېر ښېګړې له ټول ضروري ګامونه پورته كولې شي۔
د روغتيا په څانګه كښې د يونيسف خذماتو ته د قدر په سترګه ګورؤ٬ ډاكټر نديم جان
Lightning Storm Chaser Online Entertainment Official Website
مضمون کا ماخذ : raspadinha acumulada