اسلام آباد۔10جولائی(اے پی پی) د آزاد كشمير وزيراعظم په هدايت د پی آئی ډی ډیجیټل میډیا سېکشن په عصري بنيادونو د اودرولو په لړ كښې د اطلاعاتو ډائرېکټر راجه امجد حسېن منهاس سره د خپل پلاوي د اېسوسي اېټډ پرېس آف پاكستان (اے پي پي) دوره وكړه او اېګزېکټو ډائرېکټر عدنان اکرم باجوہ او اېګزېکټو ډائرېک??ر نیوز محمد حنیف صابر سره يۍ ??لاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال پلاوي د ډیجیټل میډیا ونګ هم معائنه وكړه۔ په دې مو??عه د اے پي پي لخوا پلاوي ته د ډیجیټل او سوشل میډیا عصري رجحاناتو ٬ وېب ټی وی او سوشل میډیا مېنجمنټ او د اے پي پي د بېلو سروسز په اړه بريفنګ وركړے شو۔ ډسټرکټ انفارمېشن آفیسر مظفرآباد راجه سهیل خان او پروګرامر سردار شمیم انجم عزیز هم پلاوي كښې شامل وو۔ په دې مهال خپلو خبرو كښې اېګزېکټو ډائریکټر عدنان اکرم باجودہ ووئيل اے پي پي خپلو سوشل او ډیجیټل میډیا څانګو ته خاص پام ګرځولے دے۔ مو??ږ دې څانګې لپاره عصري آلات لرونكې سټوډيو جوړه كړې ده چرته څخه چې د اے پي پي وېب ټي وي خپرونې خپرولې شي۔ دا دور د ډيجيټل ميډيا دے ٬ اوس پرنټ ميډيا سره سره الېکټرانک میډیا چېنلز هم خپل ډيجيټل ميډيا ونګز جوړ كړې دي چې ورسره د دې اهميت سوا شوے دے۔ ده ووئيل د آزاد كشمير د اطلاعاتو څانګه په دې برخه كښې په زړه پورې كار كوي۔ د اطلاعاتو ډائرېکټر راجه امجد حسېن منهاس په خپلو خبرو كښې ووئيل د آزاد كشمير د وزيراعظم په هدايت په آزاد كشمير كښې ډیجیټل او سوشل میډیا ونګ لا فعاله كولو له ګامونه پورته كوؤ٬ د اے پي پي ډيجيټل ميډيا ونګ په زړه پورې ډول كار كوي٬ د اے پي پي تجربو څخه استفاده كولو كښې خوښي لرؤ۔ ده ووئيل د اطلاعاتو څانګې په آزادکشمیر كښې ډیجیټل اوسوشل میډیا ونګ او د دې لاندې نوے سټوډيو جوړ كړے شوے دے۔ دغسې د ډي اېس اېن جي وېن تيارېدل هم خپل وروستي پړاؤ څخه تېرېږي۔ ده ووئيل مو??ږ د خپلې سوشل ميډيا ونګ لا پياوړتيا له د اے پي پي کوآرډینیشن سره كار كول غواړؤ۔ اېګزېکټو ډائرېک??ر نیوز محمد حنیف صابر ووئيل د آزاد کشمیر د اطلاعاتو څانګه بهترین پروفېشنلز ډله لري۔ دغه څانګه په وخت او معياري پرېس ريليز جاري كوي۔ ده ووئيل اے پي پي به د ډيجيټل ميډيا په تربيتي پروګرامونو كښې د آزاد كشمير داطلاعاتو څانګه هم شاملوي۔
د اطلاعاتو ډائرېكټر راجه امجد حسېن منهاس د اے پي پي دوره ٬ اېګزېکټو ډائرېکټر عدنان اکرم باجوہ او اېګزېکټو ډائرېکټر نیوز محمد حنیف صابر سره ملاقات
Candy Bonanza Online Entertainment Website
مضمون کا ماخذ : sorteios quina