اسلام آباد 22 اګست (اے پ?? پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د سېلاب له امله ځپليو سيمو كښې د ??رس??ې كاروائيو لا تندولو سره وئېلي دي ځپيلو ته دې خيمې٬د خوراك او څښاك څيزونه او پاكې اوبه وركړی شي۔ده دا خبرې د ګل په ورځ په بل??چستان كښې د اوسنيو بارانونو په نتيجه كښې د سېلاب د صورتحال تفصيلي جاج اخستو لپاره جوړې شوې غونډې ته په خپله وېنا كښې وكړې۔د وزيراعظم دفتر د مېډيا څانګې لخوا په جاري شوي بيان كښې وئېلې شوي وزيراعظم په ځپليو سيمو كښې د ??رس??ې روانې چارې لا ګړندې كولو او موثر كولو هد??يت وكړو ۔ده په سېلاب كښې د ګيرو خلق په سمدست?? توګه محفوظو ځايونو ته د منتقل كولو هد??يت هم وكړو۔وزيراعظم حكم وكړو چې ځپيلو ته دې خيمې٬د خوراك او څښاك څيزونه او پاكې اوبه وركړی شي او ځپليو ته دې په سمدست?? توګه 25 زره روپۍ د يوې كورنۍ په سر وركړې شي۔ده ووئيل د سېلاب ځپليو په ??رس??ه كښې كوم بې غوري يا تعطل به په هېڅ صورت برداشت نه كړے شي ۔ده هد??يت وكړو چې د شريكې سروے تر ترسره كېدو او تر مكمل بحالۍ دې د سېلاب ځپليو په سمدستي ??رس??ه كښې هېڅ ډول بې غوري ونه كړې شي۔وزيراعظم پي ډي اېم اے٬اېن ډي اېم اے٬د بل??چستان حكومت او د منصوبه بندۍ وزارت ته په بېړنۍ توګه د اقدامات كولو هد??يت هم وكړو۔بل خوا وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د بل??چستان وزيراعلٰی مير عبدالقدوس بزنجو ملاقات كړے او وزيراعظم يې د سېلاب د زيان او د رېسكيو او رېليف آپرېشن څخه په تفصيل?? توګه خبر كړے۔د ملاقات په مهال د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال او د اقتصادي چارو وفاقي وزير سردار اياز صادق او اړوند اعلٰی چارواكي هم موجود وو۔
وزيراعظم محمد شهباز شريف د سېلاب له امله ځپلو سيمو كښې د مرستې كاروائيو لا تندولو سپارشتنه وكړه ٬ځپيلو ته دې خيمې٬د خوراك او څښاك څيزونه او پاكې اوبه وركړی شي۔وزيراعظم
مضمون کا ماخذ : ہاٹ اسپن