ګلګت 28 اګست (اے پي پي) د ګلګت بلتستان ډيزاسټر منيجمنټ اتهارټي لخو جاري شوي بيان له مخې په ګلګت بلتستان كښې د بارانونو او سېلاب په سبب د يكم جولائي 2022 څخه تراوسه 17 كسان مړه او 6 ژوبل شوي دي۔په دې بارانونو او سېلاب كښې 418 كورونه په مكمل توګه تباه شوي او 257 ته جزوي زيان رسېدلې۔تراوسه په سېلاب كښې 22 پاور هاؤسز ته زيان رسېدلې چې پكښې 19 په عارضي توګه بحال كړې شوي دي۔په مجموعي توګه 49 سړكونو ته زيان رسېدلې چې پكښې 41 په عارضي توګه بحال كړی شوي دغسې د اوبو 78 سپلائي لائنونو ته زيان رسېدلې او پكښې 65 بحال ګړی شوي دي۔د اوبه خور 500 واټر چينلز ته زيان رسېدلې او پكښې 340 په عارضي توګه بحال كړی شوي٬په بارانونو او سېلاب كښې 56 پلونو ته زيان رسېدلې او تراوسه 43 بحال كړی شوي۔د بيان له مخې په بارانونو او سېلاب كښې د 7405 ملين روپو زيان شوې
مضمون کا ماخذ : بونانزا