اسلام آباد 26 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې پاکستان به د فلاحي رياست په توګه نړۍ لپاره مثال جوړېږي٬ راتلونكې وخت به د قامي صحت كارډ غوندې زمونږ د اقداماتو افاديت ثابتوي٬ د نړۍ په پرمختللې هېوادونو كښې هم وګړو ته دا ډول هېلته انشورنس ترلاسه نه دې٬ د هېواد پېسه لوټ كوٶنكي واكمن د ټوخي درملنې لپاره هم بهر ځي، د دوي ټوله كورنۍ بهر ده٬ پاکستان به داسې فلاحي رياست جوړٶ چې چرته چې به رياست د كمزورو او غريبانو ذمه واري اخستو سره د قانون حكمراني وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د نيا پاكستان قامي صحت كارډ اجراء دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه چې د لاره به ئې د اسلام آباد، پنجاب، آزاد جمو و کشمير، ګلګت بلتستان او د تھرپار ټولو كورنيو ته د لس لكه روپو د صحت سهولتونه ويړيا ترلاسه شي۔ په دې موقع د پنجاب وزيراعليٰ سردار عثمان بزدار، د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن نه علاوه وفاقي وزيران او د خاص مرستيالانو پسمول لوړ پورو ګډون كولو۔
پاکستان به د فلاحي رياست په توګه نړۍ لپاره مثال جوړېږي
مضمون کا ماخذ : غالب افریقہ