د قانون وفاقي وزير د ايران صدر٬ خارجه وزير او د نورو ملګرو د چورلكې په پېښه كښې په شهادت د افسوس څرګندونه وكړه


اسلام آباد 20 مئي (اے پي پي) د قانون او انصاف او بشري حقونو وفاقي وزير اعظم نذير تارړ د ايران صدر ابراهيم ريئسي٬ خارجه وزير او د نورو ملګرو د چورلكې په پېښه كښې په شهادت د افسوس څرګندونه كړې۔ د ګل په ورځ د بشري حقونو لخوا د جاري اعلاميه له مخې وفاقي وزير ووئيل د غم په دې ګهړۍ كښې د پاكستان حكومت او اولس ايران سره ولاړ دي او د دوي په غم كښې برابر شريك دي۔ ده ووئيل ايران او پاكستان د زړې ملګري لري او پاکستان به د ابراهيم رئيسي د صدر په توګه خدمات تل ياد ساتي۔