اسلام آباد 12اپريل (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر اسد قيصر په مشرۍ كښې د ګل په ورځ د مردان صوابي سړك او د لارنس پور تربيلا سړك د روان كال د پيشرفت په اړه د جاج اخستو غونډه وشوه۔په غونډه كښې د پښتونخواه هائي وے اتھارټي مينيجنګ ډائريکټر (پي کے ايچ اے) امر دراني، ډائريکټر کنسټرکشن پي کے ايچ اے اعجاز خان، پروجيکټ ډائريکټر پښتونخواه پراوونشل روډ امپروومنټ پروجيکټ محمد طارق او د پي کے ايچ اے نورو نمائندګانو ګډون وكړو۔په غونډه كښې سپيكر اسد قيصر ته د مردان-صوابي سړك بائي پاس او انډرپاس روان كار په اړه پيشرفت په اړه ووئېل شو۔ اسپيکر ووئيل د مواصلات ذريعو او تنظيمي ډھانچې تعمير د هېواد پرمختګ كښې بنيادي کردار ترسره كوي۔ده ووئيل د مواصلات ذريعې زياتولو سره نه يواځي صنعت او تجارت ته وده ترلاسه كيږي بلکه اولس ته د مزل ښې آسانۍ هم ترلاسه كيږي ۔ اسپيکر ته د لارنس پور تربيلا سړك بحالۍ او اپګريډيشن په اړه هم پريفنګ وركړے شو۔ دغسې اسپيکر اسد قيصر اړوندو چارواكو ته د لارنس پور تربيلا سړك روان كار زر تر زره د بشپړولو سپارښتنه وكړه
د قامي اسمبلۍ سپيکر په مشرۍ كښې د مردان صوابي سړك او د لارنس پور تربيلا سړك د پيشرفت جاج اخستو له څغونډه
مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری ویب سائٹ