اسلام آباد 25 مئي (اے پي پي) د سي پيك چيئرمېن ليفټيننټ جنرل (ر)عاصم سليم باجوہ وئيلي دي د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ منصوبې ترمخه به پاکستان كښې معاشي انقلاب راشي، سي پيك ترمخه 12 اربه ډالره نوره سرمايه كاري به هم كولې شي ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده لاهور كښې د چين په سرمايه کارۍ جوړ د ټيکسټائل مل دورې په مهال وكړه۔ ده ووئيل د سي پيك ترمخه 13اربه ډالره سرمايه كاري شوې ،12اربه ډالره نوره سرمايه كاري به هم كولې شي۔ده ووئيل اکنامك زون جوړيږي، چين به نوره سرمايه كاري هم كوي۔ده ووئيل د چيلنج ګروپ د نړيوال معيار فيکټرۍ په ليدلو خوشحاله شوي يو، د چين سرمايه كارو لپاره به د ويزي موده زياتولې شي۔ده ووئيل د ويزي موده به 3 مياشتو څخه دوه كاله ته رسولې شي۔ده ووئيل د سي پيك ترمخه به په پاکستان كښې معاشي انقلاب راشي
مضمون کا ماخذ : loteria do Paraná