اسلام آباد 21 ستمبر (اے پي پي) د خارجه چارو لپاره د سېنېټ قائمه كمېټۍ غونډه به د ستمبر په 29مه نېټه په اسلام آباد كښې كېږي۔د نهې په ورځ د سېنېټ سېكرټرېټ له مخې د خارجه چارو قائمه كمېټۍ غونډه كښې به د خارجه چارو وزارت٬بهر هېوادونو كښې د پاكستان مشنز او د وزارت ماتحت ادارو كاركردګۍ په اړه تفصيلي بريفنګ وركولے شي۔د خارجه چارو لپاره د سېنېټ قائمه كمېټۍ چيئرپرسن سېنېټر شيري رحمان په مشرۍ كښې به غونډه په پارليمنټ هاؤس كمېټۍ كمره نمبر 1 كښې كېږي۔په سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر سېنېټر ډاكټر شهزاد وسيم او خارجه وزير شاه محمود قرېشي نه علاوه د كمېټۍ غړي او اړوند چارواكي به په غونډه كښې ګډون كوي
مضمون کا ماخذ : prêmios lotofácil