اسلام آباد۔2 جنوری(اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اسحاق ډار د عوامي نېشنل ګوند لارښود او د سېنېټ غړي هدايت الله سره د هغه د مور په مړينه غمرازي ښكاره كړې ده۔ د ګل په ورځ وفاقي وزير سېنېټر هدايت الله سره د هغه په استوګنه غمرازي وكړه۔ وفاقي وزير په دې موقعه د سېنېټر هدايت د مور د بخښنې دعا وكړه۔ دا خبره دې ياده وي چې سېنېټر هدايت الله د هاؤسنګ اېنډ وركس كمېټۍ چيئرمېن هم دے۔