اسلام آباد۔15اکتوبر (اے پی پی) د شنګهائ?? مرستې تنظيم (اېس سي او) سرمشريزه غونډه كښې د ګډون کو??نک?? هېوادونو استازي وفاقي پلازمېنې ته رارسېدل پېل شوي دي۔ بهرنيو مېلمنو لپاره رنګا رنګ برقي چراغونو، ګلانو او د اېس سي او غړو هېوادونو بېرغونو سره د ښار رونق او ښائست زيات كړے شوے دے۔ اېل اي ډي ډسپلے سكرينونه د اسلام آباد په مركزي څلور لارو لګولې شوي دي۔ په ټول ښار کښې مهم ځايونه په رنګارنګ چراغونو او پاکستاني بيرغونو سينګار شوي دي۔ د چين وزير??عظ?? لي کيانګ له يو لوړ پوړي پلاوي سره پرون فدرالي پلازمېنې ته رارسېدلے ؤ۔ د شنګهائ?? مرستې تنظيم د دويم اعلی فورم اېس سي او سي اېچ جي دوه ورځنۍ غونډې مشري به وزير??عظ?? شهباز شريف د كونسل د موجوده چيئمرېن په توګه كوي۔ سرمشريزه غونډه كښې د ګډون كوؤنكو غړو هېوادونو په مشرانو كښې د چين وزیر??عظ?? سټېټ کونسل لی چیانګ، د بیلاروس وزیر??عظ?? رومان ??ولوف چینکو، د قا??قستان وزیر??عظ?? اولړاس بیک تینوف، د روسيه وزیر??عظ?? میخائل مشوستن، د تاجکستان وزیر??عظ?? کوهر رسول زادہ، ازبک وزیر??عظ?? عبداللہ اریپوف، د کرغزستان د وزيرانو كابينې چيئرمېن ړاپاروف اکیل بیک، د ایران نائب صدر رضا عارف او د هند خارجه وزير سبرامنيم جے شنكر شامل دے۔ دې سره سره منګوليا د مبصر په توګه په دې غونډه كښې ګډون كوي۔ چې نمائندګي يۍ وزير??عظ?? كوي۔ د ترکمانستان د خاص مېلمه په توګه نمائندګي د وزيرانو د كابينې نائب چيئرمېن راشد مریدوف كوي۔ په غونډه كښې ګډون كوؤنكو نورو مېلمنو كښې د اېس سي او عمومي سېكتر جانګ منګ، ډائرېکټر اېګزېکټو کمېټی ایس سی او ریجنل اېنټی ټېررسټ سټرکچر رسلان مرزائیف، د بورډ آف ایس سی او بزنس کونسل چیئرمېن عاطف اکرام شېخ او د کونسل آف اېس سی او انټر بېنک یونین چیئرمین مارات ییلی بائیف شامل دي۔ د غړو هېوادونو سرمشريزه غونډه كښې به په معیشت، تجارت، ماحولیات او د سماجي او كلتوري تړون څانګو كښې په روانه همكارۍ د خيالاتو څرګندونه كولې شي او د تنظيم د كاركردګۍ جاج به اغستلې شي۔ د شنګھائي همكارۍ تنظيم غړو هېوادونو لارښود به دوه اړخيزه مرسته زياتولو او د تنظيم بجټ منظورۍ له مهمې تنظيمي پرېكړې هم كوي۔(اے پي پي وا ١٣٢٠)
د ايس سي او غونډه ٬ د استازو وفاقي پلازمينې ته رارسيدل پيل شؤ ٬ د بهرنيو ميلمونو هركلي له ښار سينګار كړے شوے دے
مضمون کا ماخذ : پاور بال لاٹری