اسلام آباد 04نومبر (اے پي پي)د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي چې پاكستان او سعودي عرب خپلو كښې سياسي٬معاشي او تذويراتي اړيكې لري٬د شاه سلمان رېليف ونټر رېليف پراجېكټ سره به غريبان استفاده وكړي٬په نړيواله كچه دې اړيكو ته مهم حېثيت ترلاسه دې٬ سعودي عرب او زمونږ اړيكې د پاكستان جوړېدو څخه وړاندې په كال 1940 كښې جوړې شوي او په كال 1947 كښې د پاكستان جوړېدو نه پس دې اړيكو نوې اړخ اختيار كړې٬د شاه سلمان رېليف فنډ د لارې فلاحي كار د ستائنې وړ دے٬د ونټر رېليف پروژې څخه به غريب طبقه مستفيد شي۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د زيارت په ورځ په سعودي سفارتخانه كښې د كنګ سلمان هيومنټيرين اېډ اينډ رېليف سنټر ونټر رېليف پروژې پرانستې دستورې ته د خطاب په مهال وكړه۔د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي چې سعودي عرب په سخت وخت كښې د پاكستان مرسته كړی٬ كال 2005 په زلزله كښې سعودي عرب پاكستان له 10 مليونه ډالره عطيه كړي٬په كال 09۔2008 كښې د سېلاب په مهال د سعودي عرب لخوا د 170 مليونه ډالره او 2014 كښې د اكنامك رېليف لپاره 1.5 مليونه ډالره رېليف پیكج وركړې٬ د كال 1960 څخه سعودي عرب د پاكستان تر ټولو لويې ډونر هېواد دے٬سعودي عرب 38 ملين ډالر د ډيزاسټر رېليف لپاره وركړي٬د هاؤسنګ پروژې لپاره 55 مليوه ډالره ٬د سكولونو لپاره 5 مليونه ډالره٬جومات لپاره 13 مليونه ډالره عطيات وركړي۔ده ووئيل چې د سعودي عرب لخوا په پاكستان كښې 11271 كورونه جوړ شوي ٬ 9800 كسان د دې پروژوې څخه مستفيد كړې شي٬ده ووئيل چې د پاكستان او سعودي عرب اړيكې څو لسيزې پخوانۍ دي او وخت سره سره دا اړيكې نوې اړخ اختياروي۔د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير ووئيل چې د پاكستان هر وګړې سعودي عرب ته د قدر په سترګه ګوري۔ده ووئيل چې د كنګ سلمان هيومنټيرين اېډ اينډ رېليف سنټر لخوا پېل كړی شوي ونټر رېليف پراجېكټ څخه د بلوچستان او خېبرپښتونخوا پسمانده سيمو مستحقين مستفيد شي۔د يادونې وړ ده چې د كنګ سلمان هيومنټيرين اېډ اينډ رېليف سنټر لخوا ونټر رېليف پراجېكټ پېل شوې چې له مخې به ئې 29 زره كټس د پسمانده سيمو اولس له وركولې شي۔د دې پروژوې څخه به دوه لكه 90 زره غريبان مستفيد شي
پاكستان او سعودي عرب خپلو كښې سياسي٬معاشي او تذويراتي اړيكې لري٬د شاه سلمان رېليف فنډ ونټر رېليف پراجېكټ سره به غريبان استفاده وكړي۔د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د سعودي عرب په سفارتخانه كښې د ونټر رېليف پروژې پرانستې دستورې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : números quina hoje