اسلام آباد۔11فروری (اے پی پی) الیکشن کمیشن د قومي اسمبلۍ د حلقه اين اے 15 نتيجخ د رنر اپ كانديد د خواست په اړه د پريكړې تر راتللو ايسارخ كړې دخ۔ د اتوار په ورځ د چيف الېكشن كمشنر په مشرۍ كښې د خواست اورېدنه وشوه۔ په دې حلقه كښې په دويم لمبر د پاتے شوي كانديد نوازشريف وكيل جهانګير خان جدون كمېشن ته ووئيل چې د اېن اے 15 مانسهرې د 125 پولنګ سټېشنونو فارم 45 نتيجې په فارم 47 كښې شامل نه كړې شوې او ددې كاپۍ هم نه دي وركړې شوې۔ دا پولنګ سټېشنونه د كالا ډھاكه ٬ تورغر دي كوم چې لرې پرتو سيمو كښې دي چرته چې واوره ورېږي۔ د فارم 47 په نيمګړې پاتې كېدو مونږ تحفظات لرؤ۔ ده موقف اختيار كړو چې په حتمي نتيجه كښې دې د دې پولنګ سټېشنونو نتيجې شامل كړې شي۔ دغسې ريټرننګ افسر ته دې د ووټونو د بيا شمېرلو هدايت وكړے شي۔ كمېشن په دې معامله اړوند ريټرنګ آفيسر څخه په درې ورځو كښې رپورټ طلب كولو سره تر حتمي پرېكړې نتيجه ايساره كړه او كامياب ګرځولے شوي كانديد ته هم نوټس جاري كړے شو۔ د كېس سماعت به د فرورۍ په 15 مه نېټه كولې شي۔
الیکشن کمیشن د قومي اسمبلۍ د حلقه اين اے 15 نتيجې ايسارې كړې
مضمون کا ماخذ : resultados loteria São Paulo