اسلام آباد۔3اپریل (اے پی پی) د داخله چارو وفاقي وزير رانا ثناء الله خان وئيلي دي عمران نيا??ي ستاسو خبره صحيح ده چې هېواد او ملت په يو نازک موړ ولاړ دي، نن به اولس ته دا پرېكړه کول وي چې د اجتماعي شعور ملاتړ کوي او که د غرور او ضد په بنياد د شويو پرېكړو٬ فتنې ته به سر ټي??وي او كه خېر لپاره به پورته كېږي٬ د ادارو احترام به كوي يا د خپل ضد تسكين لپاره د ادارو ماتوؤنكو ملګرتيا به كوي٬ جمهوري رويې به خپلوي يا د زغم نه لرلو كلتور به اختیار كوي۔ د ګل په ورځ داخله وزير رانا ثنا الله خان دعمران خان په دغه بيان خپل غبرګون کښې ووئيل چې اولس به د قانون نافذونکو ملاتړ کوي او يا چا چې په هغوي پيټرول بمونه غورځولي دي٬ هغوي به په عدالتونو بريد كوؤنكو سره اودرېږي يا هغه چا سره چې د عدالتونو احترام كوي٬ د انصاف كوؤنكو ملګرتيا به كوي يا د هغه چا چې د انصاف په نوم ضد كوي۔ ده ووئيل دا لويه پوښتنه ده چې اولس به د جمهوريت ٬ عزت ٬ احترام او ژوند كوۍ او نورو ته د ژوند كولو موقعه وركړۍ نظريه خپلوي يا د اور ولګوۍ ٬ ووهۍ او د څوك به نه پرېږدم په څير جنون سره ودرېږي۔
نن به اولس له د اودريدو پرېكړه كول وي اجتماعي شعور سره يا د تكبر او ضد په بنياد پرېكړو سره ٬ رانا ثناﺀ الله خان
7’s Luck APP Game Platform
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ آن لائن دستیاب