جنېوا۔9جنوری(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شري?? به نن (د ګل ورځ) په جنېوا كښې يوه مصروفه ورځ تېره كړي۔ د وزيراعظم د دفتر د ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم به نن د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوترېس سره په ګډه د پاكستان په بيا رغونه او بحالۍ كښې د همكارۍ په سرخط د ي?? نړيوال كنفرنس كوربتوب كوي۔ وزيراعظم به دې ??نفرنس ته وېنا هم كوي۔ پاکستان به په کنفرنس کښې د سېلاب ځپلو سیمو د بیا رغونې او بحالۍ فرېم ورك وړاندې ??وي او د دې عملي کولو لپاره به د نړیوالې همکارۍ او اوږدمهاله همکاریو په اهمیت زور راوړي۔ په كنفرنس كښې د لوړې كچې پرانستې غونډې څخه وروستو په باضابطه توګه د بيا رغونې او بحالۍ كښې د همكارۍ دستاوېز وړاندې ??ولې شي او دې څخه وروستو به د پارټنر سپورټ اعلانونه كولې شي۔ بيا به وزيراعظم او د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر د ګډې خبري كنفرنس كښې ګډون كوي۔وزیرِ اعظم به دې سره سره په كنفرنس كښې د ګډون كوؤنكو پلاويو مشرانو او د لوړې كچې چارواكو سره دوه اړخيزه ملاقاتونه كوي۔ دغسې وزیرِ اعظم به د سوئزرلېنډ فېډرل کونسلر اګنازیو کېسس او د اس??امک ډوېلپمنټ بنک صدر ډاکټر محمد الجاسر ٬ د ازبکستان خارجه وزير بختیار سیدوف، د برطانیې د ډوېلپمنټ وزير مچل ٬ د چائنا انټرنېشنل کواپریشن اېجنسۍ چیئرمېن لو زائو ہوئی، د ي?? اېس اېډ دوهم اېډمنسټریټر ایزابیل کولمین ، سوئيلي آسيا لپاره د نړيوال بانك دوهم صدر مارټن ریئزر سره هم ملاقاتونه كوي۔
وزیر اعظم شهباز شریف به نن په جنېوا كښې يوه مصروفه ورځ تېروي
God of Wealth APP download link
مضمون کا ماخذ : رومن دولت