اسلام آباد 01 جنوري (اے پي پي)صدر مم??كت ډاكټر عارف علوي د كال 2023 په پيل ټو?? قام او نړيوالي ورورولۍ له مباركي وركولو سره وئيلي د نوې كال په پيل د لوے څښتن څخه دعا كوو چې دا كال د پاكستان ، پاكستاني قام ، اسلامي نړۍ او ټو??ي نړۍ لپاره د رحمت او بركت ذريعه وګرځوي۔د ايوان صدر ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان كښې صدرمملكت ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې تير كال كښې د پاكستان قام بيلو چيلنجونو سره مخ شوې ؤ، خو مونږ خپل محنت ، بهادري ، ايثار، عزم او مستقل مزاجۍ په سوب په دغه ټو??و چيلنجونو قابو موندلو كښې تر ډير حد بريالي شوې يو۔ده ووئيل د كورونا وائرس په وبا په كاميابۍ سره قابو موندلو نه پس پاكستان د يو لوئ سبلاب سره مه شوې ؤ۔صدر مم??كت ووئيل د سبلاب ځپليو سيمو دوره كولو سره او هلته د شوې زيان جاج اخستلو موقع هم ترلاسه شوي ، ما په سخ?? وخت كښې د پاكستاني اولس سره ملاقات كړې او د هغوي مسئلې مو اوريدلې ، سېلاب په مهال چرته چې بيلي مسئلې ، زيان او سېلاب تباهي ما ليدلي ، هلته مو د قام ثابت قدمي ، ايثار، هېواد سره مينه ، يووالې ، عزم او استقلال هم ليدلې دې۔ صدر ډاكټر عارف علوي ووئيل پاكستان د مسئلو څخه وېستلو او د پرمختګ پلو روانولو لپاره به مونږ له خپل صلاحيتونه كارول وي۔ پاكستان نن د بيل معاشي مشكلات ، سياسي عدم استحكام، امن او امان صورتحال، ترهه ګرۍ بيا سر پورته كولو لعنت ، موسمي بدلون ، زياتي شوي غريبۍ او زياتي شوې آبادۍ په شان چيلنجونو سره مخ دې۔ده ووئيل نوې كال كال كښې به مونږ له د يو قام په حيث په پېښو مسئلو قابو موندلو له خپل ترجيحات تعين كول وي۔ مونږ له به د يو سوك??له هېواد ، پرمختګ كونكې ، جمهوري او مستحكم هېواد جوړولو له قامي يووالي ، اتحاد، نظم او ضبط، پرله پسې محنت، جذبے او لګن سره كار كول وي۔ ډاكټر عارف علوي ووئيل د هېواد پرمختګ لپاره سږ كال ټو?? سټيك هولډرز له به د آئين پاسداري، انصاف وركول ، شفافيت، كاركردګي زياتول ، د ميرټ پابندي او اولسي ګيلو په وخت از??له باوري كولو له عملي اقدامات كول وي۔دې نه ځانله مونږ له به د سېلاب ځپليو تر بشپړه بحالۍ او د ټو??ني كمزور طبقي د غريبۍ څخه وېستلو له هڅي تندول وي۔د مباركۍ خپل پيغام په آخر كښې صدر مم??كت ووئيل راځئ ، د نوي كال په پيل پاكستان يو امناكه ، سوك??له او د اسلام په زريں جمهوري اصولو اډانه يو اسلامي فلاحي رياست جوړولو پلو خپل مزل پيل كولو لوظ وكړو۔ده دعا اوكړه چې لوے څښتن دې زمونږ په دې مقصدونو كښې كاميابۍ لپاره مرسته وكړي۔
لوے څښتن دې نوې كال د پاكستان ، پاكستاني قام ،اسلامي نړۍ او ټولي نړۍ لپاره د رحمت او بركت ذريعه وګرځوي۔صدر مملكت ډاكټر عارف علوي
Legacy of Death APP download entrance
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا سانتا کیٹرینا