اسلام آباد 01 دسمبر (اے پی پی)د اقتص??دي چارو وفاقي وزير سردار اياز صادق په مشرۍ كښې په سېلاب ځپليو سيمو كښې د نړيوالې مرستې هلو ځلو په اړه د رابطه سټيئرنګ كمېټۍ شپږمه غونډه وشوه۔په غونډه كښې پرمختيائي شراكتدارو ته د سېلاب څخه بچ كېدو او ?? مرستې هلو ځلو٬په سېلاب ځپليو سيمو كښې د خوراك صورتحال او په موسمياتي لحاظ څخه د مناسب بحالۍ او بيا رغونې لپاره مالي وسائل متحرك كولو لپاره ?? ډونرز كنفرنس تيارۍ په اړه بريفنګ وركړے شو۔د ورلډ فوډ پروګرام(ډبليو اېف پي)كنټري ډائرېكټر كرس كائے سټيئرنګ كمېټۍ ته د خوراك په صورتحال هم بريفنګ وركړو او په پرمختيائي شراكتدارو يې زور راوړو چې هغوي د بشري همدردۍ په بنيادونو مرستې لپاره وړاندې راشي۔وفاقي وزير سردار اياز صادق ګډون كوونكو سره د بحالۍ او بيا رغونې لپاره د پېشرفت په طريقو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔د غونډې په مهال د كمېټۍ غړو د خپلو خيالاتو څرګندونه وكړه او ځينې تجاويز وركړل۔د اقتص??دي چارو وزارت سېكرټري د غونډې په اختتام د پرمختيائي شراكتدارو مننه وكړه
د اقتصادي چارو وزارت كښې د فلډ رېليف هلو ځلو لپاره د نړيوالې مرستې په اړه د سټيئرنګ كمېټۍ 6مه غونډه
Water Splashing Festival APP Game Platform Website
مضمون کا ماخذ : بہت سے نتائج