اسلام آباد 25 نومبر (اے پي پي) خارجه دفتر وئيلي دي هند د بې بنسټه بيانونو او په بدنيتۍ اډانه پروپېګڼدې د لارې پاكستان په نخښه كولو لپاره د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل خپل غېر مستقل ركنيت په ناسمه توګه كارول دو??مد??ره ساتلے۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې د خارجه دفتر وي??ندې ممتاز زهره بلوچ د اوونيز بريفنګ په مهال ووئيل د هند غېر ذمه واره رويه د دې خبرې تصديق كوي چې ھغه د سلامتي كونسل د مستقل غړي جوړېدو اهليت نه لري٬ هند بايد په جمو و كشمير كښې د بشري حقونو سنګينې او منظمې خلاف ورزۍ بندې كړي، دې ووئيل پاكستان تېره ورځ د سلامتي كونسل بريفنګ كښې د پاكستان په ضد د هند غېر ضروري ريماركس په سختۍ سره مسترد كړي۔ دې ووئيل د بده مرغه هند د بې بنسټه بيانونو او په بدنيتۍ اډانه پروپېګنډې د لارې پاكستان په نخښه كولو له د ملګرو ملتونو خپل غېر مستقل غړ??تو?? او د 1373 کاؤنټر ټېررازم کمېټۍ (سی ټی سی) چيئر په ناوړه توګه كارول دو??مد??ره ساتلي۔ وي??ندې ووئيل د ه??د پوځي حصار او ظلم زياتي د لاسه د مقبوضه كشمير په صورتحال كښې كومه بهتري نه رامخې ته كېږي۔ هندي قابض ځواكونه بې ګناه ځوانان نيسي او د هغوي په وژنو كښې بوخت دي۔ دا صورتحال پاكستان لپاره ډېر اندېښمن دے۔ وي??ندې ووئيل مونږ د كشميري سياسي بنديوانو پشمول د حريت كنفرنس لارښود او د بشري حقونو محافظينو په اړه هم ژوره اندېښنه لرؤ ٬ دا ضروري ده چې د هغوي د حقونو دې تحفظ وكړے شي او هغوي دې په سمدستي توګه خوشې كړے شي۔ دې ووئيل ه??د په مقبوضه جمو وكشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزۍ بايد بندې كړي او د 5 اګست 2019 خپل غېر قانوني او يو اړخيزه ګامونه بېرته اخستو سره د كشميري لارښودو پشمول ټول سياسي بنديوانان خوشې كړي
هند د پاكستان مخالفې پروپېګنډې له د سلامتي كونسل غېر مستقل ركنيت په ناوړه توګه كاروي ٬ د خارجه دفتر وياند
Ding Dong Christmas Bells APP Entertainment Official Website
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ آن لائن دستیاب