اسلام آباد۔24نومبر(اے پی پی) د داخله چارو وفاقي وزير محسن ??قوي د بېلا روس 68 ك??يزه پلاوي ته اسلام آباد ته په رارسيدو تود هركلے ووے۔ په پلاوي كښې د بېلاروس خارجه وزير ، د توان وزير ، د صنعت وزير ٬ د عدل او انصاف وزير ٬ د مواصلات وزير ٬ د قدرتي وسائلو وزير ٬ د بېړني حالاتو وزير او د ملټري انډسټري كمېټۍ ??يئ??مېن شامل دے٬ په پلاوي ك??ې 43 لوې كاروباري شخصيات هم شامل دي۔ داخله وزير د بېلاروس خارجه وزير مېکسم ریجنکوف او د توان وزير سره ملاقات وكړو۔ داخله وزير ووئيل پلاوي ته اسلام آباد ته په رارسېدو هركلې وايؤ۔ د پاكستان حكومت او اولس د بېلاروس صدر الېګزېنډر لوکاشینکو ته سترګې په لاره دي۔ داخله وزير ووئيل د بېلاروس د صدر دوره دوه اړخيزه اړيكې مضبوطولو له زياته مهمه ده۔ پاكستان بېلاروس سره اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري۔ پاكستان بېلاروس سره په بېلو څانګو كښې خپلې اړيكې زياتول غواړي۔ ده وئيل دې دورې سره به د دواړو هېوادونو ترمينځه د صنعت او تجارت په شمول بېلو څانګو كښې هممكارۍ ته وده ترلاسه شي۔
داخله وزير محسن نقوي د بيلاروس 68 كسيزه اعلی كچې پلاوي هركلې وكړو
बीएनजी इलेक्ट्रॉनिक ईमानदारी मनोरंजन एपीपी
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا علاقائی