ابوظهبي 23 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي حکومت په سرمايه کارۍ كښې اضافې لپاره په ترجيحي بنيادونو اقدامات كوي٬ حكومت كاروبار دوست پال??سي?? او غېر ملكي سرمايه كارو ته د سهولت وركولو سره په هېواد كښې د نجي څانګې پرمختګ باوري كوي۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري خبر پاڼې له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د ابوظهبي فنډ فار ډويلپمنټ ډائريکټر جنرل او چئيرمېن محمد سېف السُويدي ليدلي٬ په ملاقات ك??ې د پاکستان او متحده عرب ام??رات ترمېنځه مرستې ته په وده وركولو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ په دې موقع وزيراعظم د حکومت لخوا معاشي استحكام لپاره په اصلاحاتي اقدامات رڼا واچوله۔ خپلو خبرو كښې وزيراعظم ووئيل د دواړٶ هېوادونو ترمېنځه پخوانۍ د وروولۍ اړيكې قائم دي كومې چې په لسيزو محيط دي٬ د متحده عرب ام??رات قيادت په خاص توګه د شېخ محمد بن زيد النهيان مننه كوٶ چا چې تل په سخت وخت ك??ې د پاكستان مرسته كړې۔ ده ووئيل حکومت پاکستان كښې سرمايه كاري زياتولو لپاره په ترجيحي بنيادونو اقدامات كوي٬ حكومت كاروبار دوست پال??سي?? او غېر ملكي سرمايه كارو ته سهولت وركولو سره په هېواد كښې د نجي څانګې پرمختګ باوري كوي۔ ده ووئيل ام??رات کمپنو له به د پاکستان کمپنيو سره مرسته او د دواړو هېوادونو تجارتي اړيكو كښې اضافه كول وي۔ په ملاقات ك??ې وزيراعظم د ابوظهبي فنډ فار ډويلپمنټ پلاوي ته د پاكستان دورې كولو بلنه هم وركړه
وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د ابوظهبي فنډ فار ډويلپمنټ ډائريکټر جنرل محمد سېف السُويدي وليدل
Diao Chan’s Beauty Trap Entertainment official website
مضمون کا ماخذ : loteria estadual