اسلام آباد 26 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د کاربن کريډټس پاليسي د رهنما اص??لو پحقله په حتمي پاليسي سازۍ ??وب?? سره مشاورت لپاره د كمېټۍ جوړولو ام?? كولو سره وئيلي دي پاکستان د موسمياتي بدلون د ناوړه اثراتو څخه ځپلے شوو هېوادونو كښې سرفهرست دے۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري خبر پاڼې له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې موسمياتي بدلون لپاره د پاکستان کونسل درېمه غونډه وشوه٬ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو اسحاق ډار، احد خان چيمه، محمد اورنګزيب، سردار اويس خان لغاري، د وزيراعظم د موسمياتي بدلون مرستيالې رومينه خورشيد عالم، اړوندو چارواكو او د سركاري او نجي څانګو پوهانو ګډون كولو۔ په غونډه كښې د آزاد جمو و کشمير وزيراعظم ، د ګلګت بلتستان وزيرِاعليٰ او د څلورو واړو ??وب?? اعليٰ وزيرانو هم د ويډيو لنك د لارې ګډون كولو۔ وزيراعظم ووئيل په كال 2022 كښې د بارانونو په نتيجه كښې سېلاب څخه هېواد ته زيان رسېدلے٬ د خادمِ پاکستان په توګه د سېلاب ځپليو مرستې او بحالۍ سره سره په ګرده نړۍ كښې د موسمياتي بدلون پحقله د پاكستان مقدمه مخ په وړاندې بيايو ، احسن اقبال او شيري رحمٰن سره سره ټولو اړوندو ادارو او وزارتونو په ګده پاكستان د دې سخت وخت نه په رېسكيو كولو او په پاکستان كښې د موسمياتي بدلون پحقله انفراسټرکچر جوړولو لپاره کليدي اقدامات كړي۔ ده ووئيل دوست هېوادونو٬ نړيوالې ورورلۍ په خاص توګه د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر د موسمياتي بدلون څخه د ځپلے پاكستانيانو په چغه لبېك وئيلے چې مونږ ??ې مننه كوٶ۔ ده ووئيل د موسمياتي بدلون پحقله زمونږ چېلنجز ورځ په ورځ زياتېږي۔ ده ووئيل په هېواد كښې د كاربن کريډټس پحقله اقدامات كښې بهتري راغلې كوم چې لا تېز او موثره كولو ته اړتيا ده ۔ وزيراعظم د کاربن کريډټس پحقله د پاليسي رهنما اص??لو ته په حتمي پاليسۍ جوړولو ??وب?? سره مشاورت لپاره د يوې كمېټۍ جوړولو ام?? وكړو۔ وزيراعظم ووئيل د موسمياتي بدلون پحقله په ټولو چارو ??وب?? سره د مشاورت نه غېر د كومې پاليسي سازۍ سوال هم نه پېدا كېږي۔ په غونډه كښې د پاليسي ګائيډلائنز فار ټريډنګ ان کاربن کريډټس په اړه خبرې وشوې۔ وزيراعظم ??وب?? سره د مشاورت نه وروستو د كونسل په راتلونكې غونډه كښې د مسودې وړاندې كولو هم ام?? وكړو۔په غونده كښې د څلورو واړو ??وب?? اعليٰ وزيرانو د پاليسۍ جوړولو پحقله دوي د ??وب?? د موقف نه خبر كړل او تجويزونه ئې هم وركړل۔ وزيراعظم د موسمياتي بدلون وزارت ته د دې مهمې پاليسۍ مسودې لپاره صوبې او ټول شراكتدار په اعتماد كښې د اغستو ام?? وكړو
د وزيراعظم په مشرۍ كښې موسمياتي بدلون لپاره د پاکستان کونسل درېمه غونډه٬ صوبائي حكومتونو او وفاق له په ګډه د موسمياتي بدلون پحقله پاليسي جوړول دي۔ وزيراعظم شهباز شريف
Caishen Shengli Entertainment Official APP
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کا بونس