اسلام آباد 02 اګست (اے پي پي)د سېنېټ غړو په باجوړ كښې د ترهه ګرۍ د پېښې غندنه ك??لو سره وئېلي دي چې په باجوړ كښې بې ګناه كسان شهيدان شوي٬ذمه وار دې خپل انجام ته ورسولې شي٬د باجوړ پیښې شهيدانو كورنيو او ژوبل شويو له معاوضه وركول پكار ده۔د شورو په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د باجوړ په پیښه په بحث كښې برخه اخستلو سره د جمعيت علماﺀ اسلام(ف)سېنېټر مولانا عبدالغفور ??ېدري وئېلي دي چې باجوړ كښې د ترهه ګرۍ پیښه د غندنې وړ ده چې پكښې بې ګناه كسان شهيدان شوي۔ده ووئيل چې زمونږ يوه نظريه ده او د اسلام٬ختم نبوت او د هېواد جغرافيائي پولو دفاع زمونږ د ايمان برخه ده چې كوم عناصر د ترهه ګرۍ په دې پېښه كښې ككړ دي٬د هغوي په اړه دا واضحه شوې چې اسلام٬شريعت او پاكستان د هغوي لپاره ك??م اهميت نه لري۔سېنېټر هدايت الله ووئيل چې په سېنېټ كښې نن يوازې د باجوړ پېښې په اړه خبرې كول پكار وې٬د څو لسيزو څخه مونږ قربانۍ وركوو٬د قب??ئېلي سيمو انضمام په وخت چې كومې وعدې شوې وې هغه پوره شوې نه دي٬ قب??ئېلي سيمو ته تعليم وركړې شوې نو نن به قب??ئېلي اولس د ترهه ګرو آسان هدف نه كېدو٬دوحه لوظ نامې كښې تحرير شوې وو چې د افغانستان زمكه به د كومې هم زمكې په ضد نه استعمالېږي خو نن د ترهه ګرۍ پیښې د افغانستان څخه كېږي۔س??نې??ر سېف الله ابړو وئېلي دي چې په يو بل د تورنو لګولو څخه هېڅ ګټه نشته٬د ترهه ګرۍ په پېښو كښې اضافه تشويشناك ده٬د باجوړ شهيدانو كورنيو او ژوبل شويو لپاره مالي معاوضې اعلان وكړی شي۔سېنېټر فدا مح??د ووئيل چې مونږ به تر څو جنازې پورته ك??و٬دا لړۍ اوس ودرول پكار دي٬د باجوړ په پېښه د هېواد هر وګړې خفه دې۔په بحث كښې سېنېټر مولانا فيض مح??د٬سېنېټر كامران مرتضٰی٬سېنېټر دنيش كمار٬سېنېټر رانا مقبول احمد او سېنېټر سيد وقار مهدي هم برخه واخسته۔
د سېنېټ غونډه٬غړو په باجوړ كښې د ترهه ګرۍ د پېښې غندنه٬په باجوړ كښې بې ګناه كسان شهيدان شويككړ كسان دې انجام ته ورسولې شي۔د غړو د خيالاتو څرګندونه
Yehu online entertainment website
مضمون کا ماخذ : پاور بال کا ٹکٹ