اسلام آباد30 نومبر(اے پی پی)د تعليم وفاقي وزير شفقت محمود وئېلي دي تعليم ترلاسه كول د ټولنې لپاره ډېر ضرورې دے خو زده كوونكو لپاره لوبې او صحت مندې جسماني هلې ځلې هم ضروري دي۔ده د خيالاتو څرګندونه د نهې په ??رځ د آل پاكستان انټر بورډ سپورټس ګالا پرانستې دستورې ته د وېنا كولو په ??هال وكړه۔وفاقي وزير شفقت محمود ووئيل زه د هر يو هغه كس تعري?? كوم چا چې د دې ايونټ په ??نصوبه بندۍ كښې مرسته كړې او زه د هغه د مور او پلار تعري?? كوم چا چې خپل بچي د لوبو په ايونټ كښې د ګډون كولو لپاره رالېږلي۔ده ووئيل مونږ د كووېډ وبا په ??هال يو مشكل وخت ليدلے ځكه چې د وائرس خپرې??و په سوب ټولې تعليمي او د لوبو ھلې ځلې اودرولې وې۔ده ووئيل د كووېډ په ??هال سكولونه كله پرانستلې او كله بند كړے شوي ۔ده ووئيل ځينې زده كوونكي د سكول په بندېدو خوشحاله وو او ځينې خفه وو۔ده ووئيل يو تعليم يافته طبقه په ذكر وړ طريقو د قام لارښوونه كولې شي۔شفقت محمود ووئيل د لوي څښتن په ??ضل به سكولونه او امتحانات د كوم ځڼډ نه غېر روان وي۔د مردان بورډ چيئرمېن امتياز علي په دې مهال ووئيل دې مقابلو سره زده كوونكو ته د خپلو صلاحيتونو رامخې ته كولو موقع ترلاسه كېږي او په اعلٰی كچ د ټېلنټ لټون له مرسته ترلاسه كېږي۔په دې موقع د پاكستان سپورټس بورډ ډائرېكټر جنرل كرنل(ر)محمد آصف زمان او نور چارواكي هم موجود وو۔