اسلام آباد 06 جنوري (اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې پاكستان يونان سره د كلتور، تعليم او سېلګرې په څانګو كښې مرسته زياتولو كښې خوښي لري. د ايوان صدر د پرېس څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې ده دا خبرې د زيارت په ورځ د يونان موده ترسره كوونكي سفير آندرياس پاپستاورو سره په ملاقات كښې په خپلو خبرو كښې وكړې. صدر مملكت ووئيل چې پاكستان يونان سره دوه اړخيزه اړيكو ته خاص اهميت وركوي، پاكستان په بېلا بېلو څانګو كښې يونان سره دوه اړخيزه مرسته زياتول غواړي. ده ووئيل چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د معاشي او كلتوري مرستې زياتولو كافي صلاحيت موجود دے. صدر مملكت د ملاقات په مهال په افغانستان كښې امن او استحكام لپاره د پاكستان د هڅو ذكر وكړو او وې وئيل چې امن او استحكام سره به نه يوازې په افغانستان بلكې د منطقې په نورو هېوادونو كښې هم معاشي خوشحالي راشي. ډاكټر عارف علوي ووئيل چې په پاكستان كښې د افغانستان په اړه د او آئي سي كانفرنس د خارجه وزيرانو 17مه غېر معمولي غونډه كاميابه وه، د او آئي سي غونډې په نتيجه كښې د افغانستان د جنګ ځپلي اولس نړيوال ملاتړ او معاشي مرسته ترلاسه شوې. ده د پاكستان او يونان ترمېنځه د اړيكو ودې لپاره د موده ترسره كوونكي سفير هڅې هم وستائيلې.
پاكستان يونان سره د كلتور، تعليم او سېلګرې په څانګو كښې مرسته زياتولو كښې خوښي لري. د صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د يونان موده ترسره كوونكي سفير آندرياس پاپستاورو سره په ملاقات كښې خبرې
مضمون کا ماخذ : جنگل کا بادشاہ