اسلام آباد۔20دسمبر(اے پی پی) په پاكستان كښې نوي تعينات ش??ي فلسطيني سفير ډاكټر زېډ اېم زېد په پاكستان كښې د اسلامي مرستې تنظيم ( او آئی سی) قائمه كمېټۍ کامسټېک کوآرډینېټر جنرل پروفېسر ډاكټر اېم اقبال چوهدري سره د جمع?? په ورځ په کامسټېک سېکرټرېټ اسلام آباد كښې ملاقات وكړو۔ د جاري شوي بيان له مخ?? په ملاقات كښې د كامسټېك او فلسطين ترمينځه د روان سكالرشپ پر??ګر??م په شمول دوه اړخيزه مرستې خبرې وشوې۔ كامسټېک په كال 2021 كښې فلسطيني زده كوؤنكو انجونو او هلكانو لپاره د اېپسیپ (اېسوسی اېشن آف پرائیوېټ سېکټر یونیورسټیز آف پاکستان) او د کامسټېک کنسورشیم آف اېکسی لېنس غړو پوهنتونونو سره په ګډه 500 فُلی فنډډ سکالرشپس/ فېلوشپس پر??ګر??م پېل كړو كوم چ?? په كال 2023 كښې 5000 ته ورسولې شوو۔ د دې پر??ګر??م لاندې يو شمېر فلسطيني زده كوؤنكو په پاكستاني پوهنتونونو كښې زده كړې روانې ساتلي دي۔ د ملاقات په مهال ډاكټر اېم اقبال چوهدري ووئيل د اسرائيل د جارحي?? له امله كه يو اړخ ته د فلسطيني وګړو ځان او معاشي زيان شوے دے نو بل اړخ ته تر څو كلونو نه حل كېدونكې تعليمي بحران هم رامخے ته شوے دے۔ ده ووئيل پاكستان په په دې سخت وخت كښې فلسطيني زده كوؤنكي يوازې نه پرېږدي۔ ده ووئيل د پاكستان په اعلی پوهنتونونو كښې دوئي ته د زده كړو وېړيا آسانۍ وركولو له به ټول وسائل كارولې شي۔ کوآرډینېټر جنرل کامسټېك ووئيل ډېر زر به د كامسټېك په كوربتوب كښې د او آئی سی د غړو هېوادونو د زده كړو وزيرانو يو غېر معمولي كنفرنس كولې شي په كوم كښې به چې ځوانانو فلسطيني زده كوؤنكو لپاره عملي اقدامات كولې شي۔ په ملاقات كښې د فلسطینی سفارت او کامسټېك چارواكي هم موجود وو
په پاكستان كښې د فلسطيني سفير کوآرډینېټر جنرل کامسټېک سره ملاقات
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا سانتا کیٹرینا