بیجنګ 12 مئی (اے پی پی) و??یر اعظم محمد نواز شریف ” ون بیلټ، ون روډ” فورم كښې ګډون لپاره د جمعې په ورځ بيجنګ ته رسيدلې دې ، ده له د دې دورې بلنه د چین اولس مشر ژی جن پنګ وركړې ده ۔ د چین عوامی سیاسی مشاورتی کنفرنس وائس چیئرمېن لی شی چیانګ، پاکستان كښې د چین سفیر او اعلیٰ چارواكو د وزيراعظم او مېرمن كلثوم نواز تود هركلے وكړو۔ د پاكستان سفير مسعود خان هم پھ دې مهال موجود ؤ، د سټېټك ګارډز ډلې وزیراعظم ته سلامی وركړه۔ روائتی جامو كښې دوو ماشومانو د وزیراعظم او د هغه كورودانې له د ګلونو ډالۍ وركړې۔ د و??یر اعظم سره پلاوي كښې د پنجاب وزیراعلیٰ شهباز شریف ، د سندھ و??یر اعلیٰ مراد ع??ی شاہ، د خېبر پښتونخوا و??یر اعلیٰ پرویز خټك او بلوچستان و??یر اعلیٰ ثناء اللہ زهری پشمول نور چارواكي هم شامل دي۔ د دې نه علاوه په پلاوي كښې د خزانې٬ منصوبه بندې او پرمختګ٬ تجارت٬ رېلوے او د آئي ټي وزيران او سرتاج عزيز شامل هم دے۔ وزيراعظم به د خپلې دورې په مهال د مئي په 14مه او 15مه نېټه په بيجنګ كښې د چينائي حكومت تر سيوري لاندې د 26 هېوادونو مشرانو او اعلٰي چاروكو سره په ون بېلټ ون روډ فورم كښې ګډون كوي۔ دا فورم په كال 2013م كښې جوړ شوے ؤ او د چينائي اولس مشر شي جنګ پنګ لخوا سلك روډ د اقتصادي لارې او د 21مې پېړې د نوي سلك روډ د پروګرام برخه ده۔ د فورم مقصد د شريكې مرستې د لارې د پرمختګ شريك اهداف ترلاسه كول دي۔ د فورم په مهال به وزيراعظم د اعلٰي كچې په خبرو اترو كښې ګډون كوي او فورم ته به وېنا ??م كوي۔ وزيراعظم د نړې بېلا بېلو هېوادونو سره په تعلق لرونكو هغو دريو مشرانو كښې شامل دے كوم به چې د فورم ورستې غونډې ته وېنا كوي۔ وزيراعظم به د چين اولس مشر شي جن پنګ او وزيراعظم لي كي چيانګ سره د شريكې خوښې په چارو او د دوه اړخيزه اړيكو ودې لپاره ملاقاتونه ??م كوي۔ په دې موقع به د سي پېك پروژې له ??خې يو ??مېر لوظنامې او د تفاهم يادښتونه لاسليك كولې شي۔ وزيراعظم به د خپلې دورې په مهال په كنفرنس كښې ګډون كوونكو نورو مشرانو سره هم ملاقاتونه كوي۔ وزيراعظم به د چين د هينګ يو ??وبې او د هانګ كانګ دوره ??م كوي چرته به چې هغه د كاروباري ټولنې او سرمايه كارې په كنفرنسونو كښې شريكو مشرانو سره ملاقاتونه كوي
وزیر اعظم محمد نواز شریف ’’ ون بیلټ، ون روډ فورم ‘‘ كښې ګډون لپاره بیجنګ ته ورسيد
مضمون کا ماخذ : گرم سے زیادہ گرم