واشنګټن 27 مئي (اے پي پي) خارجه وز??ر بلاول بهټو زرداري وئيلي د?? د پاكستان او امريكې ترمېنځه تاٶ تريخوالي سره مخ اړيكې د شريكو روابطو د لارې بيا د سره معمول ته د راوستلو ضرورت دے، د تېر وخت اختلافات نظرانداز كولو سره وړاندې تګ كېدے شي، تېره اوونۍ په نيويارك كښې د امريكې خارجه وز??ر انټوني بلنكن سره په ملاقات كښې د تجارت، موسمياتي بدلون او د ټېكنالوجې او فوډ سېكو??ټۍ په څا??ګه كښې د مرستې په زياتولو خبرې شوي. خارجه وز??ر دا خبرې د امريكې ورځپاڼې واشنګټن پوسټ سره په خپله مركه كښې كړي. مركه كونكي خبريال جوش روګن د جمعې په ورځ په اېډيشن كښې په خپل كالم كښې خارجه وز??ر سره د خبرو ذكر كړے او اشاره ئې وركړې چې جارجه وز??ر بلاول بهټو زرداري د امريكې او پاكستان اړيكې په سمه لار د روانولو هڅه كښې تېره اوونۍ امريكې ته راغلے و. خبريال د امريكې انتظاميې ته وئيلي د?? چې هغه د پاكستان د خارجه وز??ر خبرې ته پام وكړي. خارجه وز??ر بلاول بهټو زرداري د مئي په 17مه نېټه په ملګرو ملتونو كښې د غذائي تحفظ په اړه د لوړې پاې غونډه كښې ګډون كولو لپاره نيويارك ته تلے وؤ او د دې دورې په مهال ئې د امريكې خارجه وز??ر سره ملاقات هم كړے . د امريكې خبريال وائي چ پاكستان يو پوي نان نېټو اتحادي، د نړۍ پنځمه لويه آبادي لرونكے او په جوهري طاقت سنبال هېواد دے كوم چې په تزويراتي توګه د چين، هند، افغانستان او اېران تر مېنځه واقع دے. خبريال ليكي بلاول بهټو وئيلي د?? امريكې سره د اړيكو لا خرابولو كوم جواز نشته، زه په حقيقت كښې د انقلاب په ځائ په ارتقا باور لرم. خارجه وز??ر وئيلي د?? بايد فكر وكړېےشي چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه اړيكې ښې شي. د دواړو هېوادونو ترمېنځه بنيادي شخړه د افغانستان جنګ پاتې شوې ، اوس چې كله صدر جوبائيډن د افغانستان نه ځواكونه ويستلي نو د مرستې وجه جوړېدې شي.اوس د كار كولو زيات شريك ګنجائش موجو دے. بلاول بهټو زرداري وئيلي د?? ده تېره اوونۍ د امريكې خارجه وز??ر انټوني بلنكن سره په ملاقات كښې د تجارت، موسمياتي بدلون او د ټېكنالوجې او فوډ سېكو??ټۍ په څا??ګه كښې د مرستې په زياتولو خبرې كړې دي.
د پاكستان او امريكې ترمېنځه تاٶ تريخوالي سره مخ اړيكې د شريكو روابطو د لارې بيا معمول ته د راوستلو ضرورت دے، د تېر وخت اختلافات په نظرانداز كولو وړاندې تګ كېدے شي. د خارجه وزير بلاول بهټو زرداري د امريكې ورځپاڼې واشنګټن پوسټ سره مركه
مضمون کا ماخذ : میگا جیک پاٹس: کلیوپیٹرا